د بین البانکي اداینو نوی سیسټم پرانيستل سو
ای سي اس اس (ACSS) سیسټم، چي نوی د افغانستان بانک له لوري رغول سوی دئ، د مالیې وزارت او د افغانستان بانک د یو شمېر مسؤلینو له لوري پرانیستل سو.
د (ACSS) سیسټم د مالیې وزارت د (Sigtas, Afmis, Asyucuda) او د افغانستان بانک (CBS) سیسټمونو سره په اسانۍ نښلېدای سي.
یاد سیسټم، چي په نړیوالو سټنډرډونو برابر او امنیتي برخه ئې بشپړه خوندي ده؛ د مالیې وزارت د ملي عوایدو، دولتي کارکوونکو ته د معاشونو د اجراء او بانکي برخو لپاره به مثبتي پایلي ولري او په اړوندو برخو کي به لا ډېره روڼتیا، چټکتیا او اسانتیاوي رامنځته کړي.