د مشرقي زون د مستوفیتونو مالي برخي کارکوونکو ته انلاين روزنيز پروګرام جوړ سو!

admin_mof
Sun, Dec 17 2023 4:08 PM
عکس

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د مشرقي زون (ننگرهار، لغمان، کونړ او نورستان) مستوفیتونو د مالي برخي کارکوونکو لپاره د (مالي مدیریت او د جنسي او نغدي محاسبې د تعلیمات نامې) په برخه کي آنلاین روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په دغه ناستيه کي، چي د مالیې وزارت په خیبرهال کي جوړه سوې وه، د دغه وزارت مالي او حسابي رئیس احمد شاه احمدزي په خپلو خبرو کي وويل؛ د مالیې وزارت د دولت یو له مهمو او کلیدي ادارو څخه دئ او هغه کسان، چي کار پکښي کوي، باید د فوق العاده مهارتونه درلودونکي وي. له همدې امله موږ له تاسي تمه لرو، چي له دغو پروګرامونو څخه په ګټي اخیستني خپل مهارتونو پراخه کړئ او یوازي په دغه پروګرام بسنه ونه کړئ او همدارنګه د مالیې وزارت اصول نامې، تعلیمنامې او لارښودونه ولولئ.
هغه همدا راز زیاته کړه، که تاسي د وزارت یو ټولیز انځور په ذهن کي ولرئ، دا به تاسې ته انګېزه درکړي، چي تاسي جزیاتو ته لاړ سئ او هغه په سمه توګه مطالعه کړئ او دا کار د پوهي او مهارتونو د ودي لپاره اغېزمن دئ.
د یادوني وړ ده، چي دغه روزنیز پروګرام به (۵) ورځي دوام وکړي، چي د مالیې وزارت موخي او ستراتيژیک پلانونه، د مالي او حسابي ریاست چاري، د بودیجې جوړښت، مالي او محسابوي چاري، د جنسي او نغدي محاسبې طرزالعملونه او نور اړین موارد به ګډونوالو ته پکښي تشریح سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS