د ګمرکونو لوی رئیس د نیمروز ولایت له مسؤلینو او سوداګرو سره وکتل!

admin_mof
Mon, Dec 18 2023 10:42 AM
عکس

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چي د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ نیمروز ولایت ته په رسمي سفر تللی، د یاد ولایت د ګمرک د ارزوني او بهرني ټرانزیټ لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو تر څنګ د دغه ولایت له یو شمېر سوداګرو او مسؤلینو سره په جلا جلا توګه وکتل.
د نیمروز ولایت له سوداګرو سره په کتنه کي، چي د یاد ولایت د والي مرستيال او سرپرست، الحاج مولوي عبدالقيوم "روحاني"، د ګمرکونو لوی ریاست د قانون د تنفیذ رئیس ښاغلي محمد ابراهیم "خلیل"، د ګمرک رئيس مولوي مطیع‌الله "سعيد"، د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئيس، الحاج عبیدالله "نوري"، د یو شمېر ملکي ادارو رئيسانو او سوداګرو ګډون کړی وو، دواړو لوریو د ياد ولايت د سوداګرۍ او د گمرکونو په برخه کي پر ستونزو او حل لارو هر اړخیزي خبري وکړې.
د نیمروز ولایت د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئيس د همدې ولايت د سوداګرو په استازيتوب د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو او د بانکي کارکوونکو د کاري وخت د کموالي په برخو کي شته ستونزي وړاندي کړې او د حل په برخه کي ئې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ګمرکونو لوی رئيس په خپلو خبرو کي نيمروز ولايت ته د خپل سفر موخه د ګمرکونو او سوداګرۍ په برخه کي د سوداګرو د ستونزو اورېدل او په اړه ئې اړيني پرېکړي کول ياد کړل. ښاغلي سعيد زياته کړه، موږ تل هڅه کړې، چي د سوداګرۍ په برخه کي د افغان سوداګرو لپاره لازمي اسانتياوي رامنځته کړو او همداراز ئې د شته ستونزو د حل په برخه کي د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د دې ترڅنګ د ګمرکونو لوی رئیس او مل پلاوي د نیمروز ولایت د والي د مرستیال او استناف محکمې د رئیس په شتون کي د یاد ولایت د علماوو له شورا سره هم غونډه وکړه. په دې غونډه کي دواړو لوریو د قاچاقي توکو له وارداتو او صادراتو څخه د مخنیوي او په دې برخه کي د علماو شورا او محکمې په همکارۍ بحث او د نظرونو تبادله وکړه، چي د غونډي په پای کي د نیمروز ولایت د علماوو شورا، محکمې او امنیتي ارګانونو له خپل لوري د هر اړخیزي همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه نیمروز ګمرک ته د ګمرکونو لوی ریاست تللي پلاوي په یاد ګمرک کي د بهرني ټرانزیټ څانګه فعاله او اړوندو کارکوونکو ته ئې په دې برخه کي روزنه ورکړل سوه، چي له دې وروسته به د بهرني ټرانزیټ په برخه کي د سوداګرو ټولي ستونزي حل سي.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی رئيس او مل پلاوي په دې سفر کي د نیمروز ګمرک ورځنۍ چاري هم له نږدې و ارزولې او د چارو د لا ښه والي لپاره ئې مسؤلینو ته لازم هدایات وکړل.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS