د ګمرکونو لوی رئیس د فراه ولایت له ګمرک څخه لیدنه وکړه او د سوداګرو ستونزي ئې واورېدې!

admin_mof
Wed, Dec 20 2023 4:14 PM
عکس

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چي د تخنیکي پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته په سفر تللی، د دغه ولایت د ګمرک د چارو د ارزوني ترڅنګ ئې له سیمه ییزو سوداګرو او مسؤلینو سره هم لیدلي.
په دې لیدنه کي چي د فراه ولایت د والي مرستیال او د ګمرکونو لوی ریاست د قانون د تنفیذ رئیس ښاغلي محمد ابراهیم خلیل هم د ده ملتیا کوله، په پیل کي د سوداګرو په استازیتوب د فراه ولایت د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس د وارداتي نفتي موادو، د ابو نصر فراهي ګمرک د مرستندویه میز او انټرنټ، سوداګرو ته د نویو یوزرونو د جوړېدو او مالیاتو په برخو کي د سوداګرو شته ستونزي شریکي کړې او د حل غوښتنه ئې وکړه.
د ګمرکونو لوی رئیس دوی ته ډاډ ورکړ، چي شته ستونزي به د مالیې وزارت له مقام او اړوندو ادارو سره شریکوي او وئې ویل، چي د افغانستان اسلامي امارت پالیسي داده، چي له هر اړخه د سوداګرو او پانګه والو ستونزي حل کړي او دوی ته لازمي اسانتیاوي برابري کړي.
همدا رنګه د ګمرکونو لوی رئیس او مل پلاوي د فراه ولایت د ابونصر فراهي ګمرک د مسؤلینو او کارکوونکو نظرونه او وړانديزونه هم واورېدل او په کاري برخه کي د دوی د ستونزو د ژر حل غوښتونکی سول. نوموړي د ابونصر فراهي ګمرک کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چي په پوره صداقت او ایماندارۍ خپل کارونه سرته ورسوي او د خلکو ستونزو ته پر خپل وخت رسېدنه وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS