د تقاعد خزینې لوی ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو

admin_mof
Mon, Mar 04 2019 2:49 PM
د تقاعد خزینې لوی ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو

ښاغلی محمد عمر دراني د مالیې وزارت په وړاندیز او د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم له مخې د تقاعد خزینې د لوی رئیس په توګه ټاکل شوی، نن د کب میاشتې په ۱۳ مه نېټه د مالیې وزارت مالي معین ښاغلي زاهد همدرد له لوري په رسمي توګه معرفي شو.

په دې پیژندغونډه کې چې د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړې وو، د مالیې وزارت مالي معین نوي ټاکل شوي رئیس ته د مبارکۍ تر څنګ نوموړي ته یې په سپارل شویو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او له اړوندو ادارو څخه یې وغوښتل چې له نوي ټاکل شوي رئیس سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

د مالیې وزارت مالي معین د تقاعد لوی ریاست لپاره د هر اړخیزو اصلاحاتو د پلي کیدو په موخه د یاد وزارت له پلان څخه خبر ورکړ او ویې ویل: "په دې ریاست کې د اصلاحاتو پلي کیدل د مالیې وزارت د رهبرۍ په لومړیتوبونو کې ده، په دې اړه موږ د کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره له نږدې کار کوو."

ښاغلي دراني د حکومت  او مالیې وزارت د رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د چارو په ښه تر سره کولو لپاره به په خپل ټول توان کوښښ وکړي. نوموړی د ماستړۍ تر کچې لوړې زده کړې کړي او په دولتي ادارو کې زیاته کاري تجربه هم لري.

​    ​​    ​رئیس عمومی خزینۀ تقاعد وزارت مالیه معرفی گردید

د یادونې وړ ده چې د تقاعد خزینې لوی ریاست د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم په اساس د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه مالیې وزارت ته انتقال شو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS