د پراختیایې پروژو په پلي کیدو کې د لا اغیزمنتوب را منځته کولو په موخه د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق د غړو ناسته جوړه شوه

admin_mof
Wed, Mar 06 2019 3:18 PM
لي کیدو کې د لا اغیزمنتوب را منځته کولو په موخه د افغانستان بیا رغونې وجهي صندو

د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق د غړو ناسته نن د کب میاشتې په ۱۵ مه نېټه د مالیې سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست، د اړوندو ادارو مرستیالانو، د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس، د افغانستان لپاره د اروپایې ټولنې ځانګړي استازي، په کابل کې د یوناما دفتر استازي او د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق (ARTF) د مرسته کوونکو هیوادونو سفیرانو او استازو په ګډون د هغو پراختیایې پروژو په پلي کیدو کې چې د یاد صندوق لخوا تمویلیږي د لا زیات اغیزمنوب د را منځته کولو په موخه جوړه شوه.
په دې ناسته کې د افغانستان اقتصادي لرلید، د هغو پراختیایې پروژو په پلي کیدو چې د یاد صندوق لخوا تمویلیږي، د حکومت پراختیایې اجنډا په پلي کولو او د حکومت د پراختیایې اجنډاء په پلي کیدو کې د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق د پروګرامونو په رول، د یادو پروژو پر وړاندې په شته ستونزو او ننګونو، همداشان د راتلوونکی لپاره په پلان شویو پروژو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
همدا راز په دې ناسته کې د مالیې وزارت لخوا په جلا جلا پریزنټیشنونو کې ځان بسیاینې ته د رسیدو لپاره د حکومت په پانګه ونې، په لومړیتوب لرونکو سکټورونو کې په پانګې اچونې، مالي ثبات، د کرنې وزارت په پروژو، د یادو پروژو په اقتصادي او مالي ګټو، د برېښنا په لیږد او ویش، د مسکن په برخه کې په پانګه ونې او د افغانستان اقتصادي لرلید په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول.

 جلسۀ اعضای صندوق وجهی بازسازی افغانستان به منظور ایجاد مؤثریت هرچه بیشتر در تطبیق پروژه های انکشافی دایر گردی

د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق غړو د دا ډول ناستو جوړیدل د پراختیایې پروژو په روڼتیا او اغیزنتوب کې ګټورې وبللې او ستاینه یې وکړه او یو ځل بیا یې له افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړل.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS