د ماليې وزیر د بلخ ولایت له والي سره وکتل!

admin_mof
Wed, Jan 31 2024 10:16 AM
..............

 

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کي، ددې ولایت له والي حاجي محمد یوسف وفا سره وکتل
په دې کتنه کي، چي د بلخ ولایت مستوفي او یو شمېر نورو مسؤلینو هم حضور درلود، د ماليې وزیر د بلخ له والي څخه مننه وکړه، چي د مستوفیتونو له مسؤلینو سره ښه همغږي لري او د عوایدو د راټولولو په برخه کي پوره همکاري کوي.
په دې کتنه کي همدا راز، په بلخ ولایت کي د مالیاتو د را ټولولو پر بهیر، د حیرتان ګمرک پر وضعیت، د مستوفیت او ولایتي ادارو پر لا ښې همغږۍ، په بلخ ولایت کي د لګښتونو د کنټرول په موخه د جوړي سوي کمېټې پر اهمیت او اړوند نورو مسائلو خبري وسوې او د بلخ والي ډاډ څرګند کړ، چي په دغه ولایت کي د مالیاتو راټولولو په پروسه کي به د اړوند مالیاتي ادارو سره لازمي همکاري ته دوام ورکوي؛ ترڅو مالیات پر وخت او شفاف ډول راټول او ملي خزانې ته وسپارل سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS