د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو ته سفر وکړ!

admin_mof
Thu, Feb 01 2024 1:31 PM
.............

 

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئيس انجنیر عبداللطیف خالد په مشرۍ د دې ریاست یوه پلاوي د چارو د کتني او ارزوني په موخه خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو ته سفر وکړ او د دغو ولایتونو د مستوفیتونو او ګمرکونو څخه ئې لیدنه وکړه.
ښاغلي خالد، د یادو ادارو هراړخیزه ارزونه وکړه او د پرمختیايي فعالیتونو په ځانګړې توګه د ګمرکونو د عصري کولو چارو، تجهیزاتو او وسایلو څخه ئې لیدنه وکړه او اړوندو مسؤلینو او کارکوونکو سره ئې لازمي لارښووني او مشورې شریکي کړې.
نوموړي، د یادو ادارو له مسؤلینو سره په ناستو کي د پلټني د اصلاحي سپارښتنو د تطبیق په اړه هم خبري وکړې او ټینګار ئې وکړ، چي سپارښتني باید پرته له ځنډ څخه عملي او د کورنۍ پلټني لوی ریاست ته اطمینان ورکړل سي. په ورته وخت کي د کورنۍ پلټني لوی رئیس د یادو ادارو له مسؤلینو او کارکوونکو څخه مننه وکړه، چي د وروستیو پلټنو ډېری سپارښتني ئې تطبیق کړي او هیله ئې څرګنده کړه، چي پاتي سپارښتني هم ژر تر ژره پلي سي.
د دې ترڅنګ ښاغلي انجنیر عبداللطیف خالد، د دغو ادارو له کارکوونکو او هري شعبې څخه په جلا توګه لیدنه وکړه، د هغوی ستونزي او غوښتنې ئې واورېدې او ژمنه ئې ورسره وکړه، چي کابل ته له ستنېدو سره سم به د دغو ادارو ستونزي او لازمي غوښتني له اړوندو چارواکو سره شریکي کړي؛ ترڅو ئې په اړه لازم ګامونه پورته سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS