د ګمرکونو لوی ریاست د کنټرول خوني د جوړولو پروژه پرانیستل سوه!

admin_mof
Sat, Feb 10 2024 3:55 PM
.................

 

د ګمرکونو لوی ریاست د کنټرول خوني د جوړېدو پروژه د توکو د ورودي او خروجي فعالیتونو د دوامداره څارني او شفافیت تأمینولو په موخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د کابل په ګمرک کي پرانیستل سوه.
په دې مراسمو کي د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا عبدالقاهر حاجي ادریس، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید او د مالیې وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادريس د دغه پروګرام په پرانیستې وينا کي وويل، چي د هر حکومت دنده خپلو خلکو ته غوره او راڼه خدمتونه وړاندي کول دي، د نننۍ پروژې له پرانیستي څخه هم موخه په ورودي او خروجي پروسه کي د توکو او سوداګریزو فعالیتونو دقت او چټکتیا، د امنیت زیاتول او د غیر قانوني توکو له ورود څخه مخنیوی کول دي او د اسلامي امارت مسؤلین هڅه کوي، چي د اسلامي شریعت په چوکاټ کي د شفافو خدمتونو په وړاندي کولو سره خپل مسؤلیتونه او دندي پرمخ یوسي؛ ترڅو لومړی د خدای (ج) او بیا د خلکو رضایت ترلاسه کړي.
ورپسې د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید د هیواد د آبادۍ او پرمختګ په برخه کي له دغه ګام څخه خوښي وښوده او زیاته ئې کړه، دغه کنټرول خونه، چي د سمبالولو په حال کي ده، د هیواد ټول ګمرکونه سره نښلوي او هیوادوالو ته د چټکو او رڼو خدمتونو د وړاندي کولو زمینه برابروي. هغه د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ، چي د اسلامي امارت د مسؤلینو اقدامات او کړني په بشپړ ډول د خلکو او هیواد په ګټه دي.
وروسته بيا د يادي خوني د جوړولو شرکت مسؤل محمد ظاهر ابراهيمي وويل، چي دغه خونه به له نړيوالو معيارونو او سټنډرډ سره سمه جوړه سي.
په پای کي د دې پروژې د جوړولو کار د پټۍ په پرې کولو او د تهداب ډبري په اېښودلو سره رسماً پرانیستل سو، د دغي پروژې لګښت شاوخوا (۱۷،۵) میلیونه افغانۍ کېږي، چي په راتلونکو اتو میاشتو کي به بشپړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS