د کورنۍ پلټني لوی ریاست (۱۱۷) تنه کارکوونکي د پلټني له روزنیز پروګرام څخه فارغ سول!

syllab_admin
Tue, Apr 02 2024 10:07 AM
.............

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست (۱۱۷) کارکوونکي د اداري پلټنو اړوند برخو کي له (۳۷) ورځني روزنیز پروګرام څخه فارغ سول.

په جوړه سوې غونډه کي د مالیې وزارت د اداري او پالیسي چارو معینانو او نورو مسؤلینو ګډون کړی وو او ممتازو فارغانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل سول.

د مالیې وزارت اداري معین مولوي دوست محمد مخلص وویل، چي له فساد سره جدي مبارزه، په احسنه توګه د مسؤلیتونو ترسره کول او له بیت المال څخه ساتنه د ټولو مسؤلینو ستر مسؤلیتونه دي او په دې برخه کي به د کورنۍ پلټني لوی ریاست سره، په ګډه جدي کار کولو ته دوام ورکوي.

د یادوني وړ ده، چي د کورنۍ پلټني لوي ریاست د مالیې وزارت په ادارو کي د فساد د مخنیوي، پر وخت د خدمتونو وړاندي کولو او په چارو کي د پرمختګ او د قیقي بررسۍ په وسیله د ادارو د کاري ظرفیت لوړولو په برخو کي فعالیت کوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS