د عوایدو مرکزي زون ریاست او مالیه ورکوونکو د خدمتونو ریاست د کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام پیل سو!

syllab_admin
Sun, Apr 21 2024 4:03 PM
.............



د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست اړوند د عوایدو مرکزي زون ریاست او مالیه ورکوونکو د خدمتونو ریاست کارکوونکو لپاره د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کي روزنیز پروګرام پیل سو.
د دې پروګرام په پرانیستنه کي د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال حافظ خلیل احمد، د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست رئیس مولوي نداء محمد صدیقي، د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست د تهیه اسنادو آمر حافظ سید احمد هائد او د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر حبیب الله خبیب حضور درلود.
د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئيس مولوي نداء محمد صدیقي د پروګرام ګډونوالو ته وویل، چي دغه ډول پروګرامونه ستاسو د وړتیا لوړولو لپاره چمتو کېږي؛ ترڅو تاسو د دې جوګه سئ، چي په مسلکي توګه خدمتونه وکړئ او د کار په مخ کي پراته خنډونه له منځه یوسئ او موږ په راتلونکي کي پلان لرو، چي اوږد مهاله روزنیز پروګرامونه هم چمتو کړو. نوموړي وویل، چي دغه زده کړه ستاسو مسؤلیت دئ، چي باید په ایماندارۍ ئې ترسره کړئ.
د یادوني وړ ده، چي په دې دوه اوونیز پروګرام کي به (۱۰۰) تنه کارکوونکي ګډون وکړي او د مالیاتي قوانینو، طرزالعملونو او محاسباتو په برخه کي به روزنه ترلاسه کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS