د هیواد ګمرکي چارو د روان کال د غویي په میاشت کي (۳۰) سلنه پرمختګ کړی دئ!

syllab_admin
Thu, Jun 06 2024 10:48 AM
...........

د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادریس په مشرۍ د روان مالي کال د ثور په میاشت کي د هیواد په ګمرکونو کي د تر سره سوو فعالیتونو د تخنیکي ارزوني په موخه ناسته وسوه.
په دې ناسته کي د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو، آمرینو او د ویډیو کنفرانس له لاري د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ګمرکونو میاشتنۍ ارزونه ډېره اړینه یاده کړه او زیاته ئې کړه، چي اوس مهال په ګمرکونو کي چاري ښې رواني دي او هیله ئې وښوده، چي نوري به هم ښې سي.
نوموړي؛ پر خپل وخت سره اړوندو دندو ته د حاضرېدو، د سوداګرو ستونزو ته د رسېدو، له مراجعینو سره د ښه سلوک، د اړوندو کارکوونکو د چارو د څارني، پر خپل وخت سره د ګمرکونو لوی ریاست د سپارښتنو د پلي کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته سپارښتني وکړې.
د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړوني، پالیسۍ، څارني او ارزوني رئیس محمد وسیم عثمان له لوري د (۱۴۰۳) کال د غویي په میاشت کي په ګمرکونو کي د ترسره سوو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندي سو او همدا راز په دې موده کي د عوایدو د راټولېدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د تر سره سوي سوداګرۍ، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت سوي وزن په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندي سول. په دې راپور کي د هیواد د ګمرکونو چاري د روان مالي کال د غویي په میاشت کي د تېر کال همدې مودې په پرتله (۳۰) سلنه مثبتي وښودل سوې.
د ګمرکونو لوی رئیس په خپلو خبرونو کي د ولایتي ګمرکونو د مسؤلینو او کارکوونکو له لوري د ترسره سوو فعالیتونو څخه مننه وکړه او ټینګار ئې وکړ، چي د چارو د لا ښه والي په موخه دي د کارکوونکو ترمنځ همغږي لا زیاته او مسؤلین دي ټولو برخو په ځانګړي ډول د بیي ایښودني او تشرېح برخو ته جدي پاملرنه وکړي.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په خپلو اړوندو کاري برخو کي د شته ستونزو یادونه وکړه، چي د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري ئې د ژر حل کېدو ډاډ ورکړل سو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS