د مستوفیتونو د بشري سرچینو مدیرانو او د ولایتی ګمرکونو اداري مدیرانو ته انلاین روزنیز پروګرام پیل سو!

syllab_admin
Sat, Jun 08 2024 4:18 PM
...........

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د مستوفیتونو د بشري سرچینو مدیرانو او د ولایتی ګمرکونو اداري مدیرانو ته انلاین روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په دغه غونډه کي چي  د مالیې وزارت اداري معینیت د غونډو په تالار جوړه سوې وه، اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر او د دغه وزارت یو شمېر کارکوونکو ګدون کړی وو.
د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر د دغه پروګرام په پرانیستې وینا کي وویل، چي تېر کال مو د مستوفیتونو د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېل پروګرامونه جوړ کړل؛ څو چاري په اصولي او قانوني ډول پرمخ ولاړي سي. سږکال هم د ظرفیت لوړولو له پاره انلاین پروګرامونه په پام کي لرو، دا پروګرامونه خورا مهم دي ځکه چي، په کارولو سره ئې کولی سئ، چي خپلي دندي په سمه توګه ترسره کړئ او د هغه امانت حق چي تاسي ته در سپارل سوی دئ ادا کړئ.
اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په خپلو خبرو کي د دې پروګرام جوړوونکو ته له خدایه د اجرونو غوښتنه وکړه او ګډونوالو ته ئې په خطاب کي وویل، چي لوی رب تاسي ته لوی نعمت درکړی دئ، چي هغه اسلامي نظام دئ او دغه نظام د ګڼو قربانیو په پایله کي واکمن سوی. په دې اسلامي نظام کي هر څوک مسؤلیت لري او باید په دې اړه عامه پوهاوی ترلاسه او هغه په پوره دقت، جدیت او اخلاص ترسره کړي او نیت ئې یوازي د الله رضا او خلکو ته خدمت وي، نوموړي د پروګرام له ګډونوالو وغوښتل، چي له دغه پروګرام څخه په ګټه اخیستنه دي خپلو مسلکي کارونو ته پراختیا ورکړي، کارونه په مسلکي او تخصصي بڼه ترسره او هغه څه، چي زده کوي نورو سره ئې هم شریک کړي.
غونډه د خیر دعایې په ویلو پای ته ورسېده.
د يادوني وړ ده، چي دغه انلاين روزنيز پروګرام به یوه اوونۍ دوام وکړي، چي په هغه کي به د بشري سرچینو مدیریت، ګومارنه، د اجراآتو او سوانحو د ارزوني پروسیجرونو، د ادارې د پراختیا او د کارکوونکو د اړیکو پروسیجرونو، د قراردادي (NTA) او بالمقطع کارکوونکو پروسه تشرېح کړل سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS