د مالیې وزارت د مرکزي ریاستونو۵۰ تنو نویو ګومارل سوو کارکوونکو ته روزنیز پروګرام جوړ سو!

syllab_admin
Sun, Jun 09 2024 4:15 PM
...........

 

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د یاد وزارت په خیبرهال کي د مرکزي ریاستونو (۵۰) تنو نویو ګومارل سوو کارکوونکو ته روزنیز پروګرام جوړ کړ.
مولوي احمدشاه شاکر د دغه پروګرام په پرانیستې وینا کي وویل، چي تاسو ته د نظام حالت معلوم دئ او تاسو د دې نظام د واکمنېدو د څرنګوالي شاهدان یاست. دا اسلامي نظام استحکام، پیاوړتیا او پرمختګ ته اړتيا لري، پر همدې بنسټ د ماليې وزارت رهبرۍ د انساني قوې او اقتصادي بنسټونو د پياوړتيا په موخه د بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو لړۍ، چي د نن ورځي پروګرام يو له هغو څخه دئ.
نوموړي، له ګډونوالو څخه وغوښتل، چي له دې پروګرام څخه په استفادې سره له مدیریتي مهارتونو سره ځان اشنا کړئ او خپله مسلکي پوهه پراخه کړئ؛ ترڅو خپل مسؤلیتونه په سمه توګه ترسره او د فساد مخه ونیسئ. هغه زیاته کړه، فساد یوازي رشوت اخیستل او اختلاس نه دئ، بلکي کمکاري او د خلکو په کارونو کي د خنډ راوستل هم فساد بلل کېږي؛ نو که خپل مسؤلیت په سمه توګه ترسره نه کړئ، فساد به مو کړی وي.
مراسم د خیر دعا په لوستلو پای ته ورسېدل او روزنیز پروګرام رسماً پیل سو.
د یادوني ده، چي دغه پروګرام به (۱) اوونۍ دوام وکړي او مدیریتي موضوعات به پکښې تدریس سي.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS