د روزنیز پروګرام دوهمي دورې له بشپړاوي وروسته د ۱۱ مستوفیتونو له مالي او حسابي کارکوونکو څخه ازموینه واخیستل سوه!

syllab_admin
Tue, Jun 11 2024 3:58 PM
............

 

د مالیې وزارت د خزاینو ریاست د بشري سرچینو ریاست په همکارۍ د (پنجشیر، بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، بامیان، سرپل، جوزجان او دایکندي) ولایتونو د (۱۱) مستوفیتونو مالي او حسابي برخي کارکوونکو د ظرفیت لوړوني په موخه یو روزنیز پروګرام جوړ کړی وو، چي د دغه پروګرام له بشپړاوي وروسته له یادو کارکوونکو څخه ازموینه واخیستل سوه.

دغه ازموینه، چي د خزاینو لوی ریاست د مسؤلین په شتون کي د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کي واخیستل سوه، په ټوله کي د مستوفیتونو د مالي او حسابي برخي (۵۴) تنو کارکوونکو پکښې ګډون کړی وو.

هغه کسان، چي له دې روزنیز پروګرام څخه ئې په سمه توګه ګټه پورته کړې او په ازموینه کي بریالي سي، خپلي دندې ته به دوام ورکوي او د هغو کسانو پر ځای به نوي کسان وګومارل سي چي په ازموینه کي نه وي بریالي سوي.

د یادوني وړ ده، چي د یو شمېر نورو ولایتونو د مستوفیتونو کارکوونکو ته به هم د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست د روزنیز پروګرام دریمه دوره ډېر ژر پیل سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS