په کابل کي ۵۰ جریبه ځمکه له غصب څخه را وګرځول سوه!

syllab_admin
Sun, Jun 23 2024 12:08 PM
.............

د مالیې وزارت د دولتي املاکو لوی ریاست له لوري د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ د نساجي فابریکې ته مخامخ د (۳۲۵) جریبه غصب سوې ځمکي څخه پنځوس جریبه ئې بيرته را وګرځول سوه او د پاتي ځمکي په بيرته راګرځولو کار روان دئ.
د مالیې وزارت اړوند یاده ځمکه، چي له کلونو راهیسي د یو شمېر زورواکو له لوري غصب سوې وه، پکښې غیر قانوني کورونه جوړ سوي ول، چي د دولتي املاکو لوی ریاست له لوري یاد کورونه ړنګ او ځمکه د غاصبینو له واکه ووتله.
د دغي ځمکي په غصبېدو سربېره، په یاده سیمه کي د یو شمېر فرصت طلبه اشخاصو له لوري غیر قانوني کړني هم ترسره کېدلې، چي د سیمي اوسېدونکي ئې اندېښمن کړي ول. د یادو کورونو له ړنګېدو سره په سیمه کي د هر ډول فساد مخه ونیول سوه او د خلکو له پاره بشپړ امنیت رامنځته سو.
د یادوني وړ ده، چي یاده ځمکه باندي به ټولګټي پروژې پلي سي، چي ورسره به د سیمي د ابادۍ، ښکلا او پراختیا ترڅنګ، یو شمېر هیوادوالو ته د کار کولو زمینه هم برابره سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS