د ۱۱ ولایتي مستوفیتونو مالي او حسابي کارکوونکو ته د روزنیز پروګرام دریمه دوره جوړه سوه!

syllab_admin
Sun, Jun 23 2024 3:33 PM
..............

د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست د بشري سرچینو ریاست په همکارۍ د غزني، زابل، ارزگان، غور، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، کندهار، ننگرهار او نیمروز مستوفیتونو مالي او حسابي کارکوونکو لپاره د روزنیز پروګرام دریمه دوره د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د غونډو په تالار کي جوړه سوه.
په دې مراسمو کي اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د خزاینو لوی رئیس نصرت الله محمود، د خزاینو لوی ریاست د محاسباتو رئیس محب الله صاحبزاده، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر او د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمر بلال احدي ګډون کړی وو.
اداري معین مولوي دوست محمد مخلص د دغه روزنیز پروګرام په پرانیستي وینا کي وویل، چي د هر مسلک پرمخ وړل علم او پوهاوي ته اړتیا لري. تاسي هم د مستوفیت د مالي او حسابي مسئولینو په توګه، د خپلو چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه مالي او حسابي چارو کي علم او پوهاوي ته اړتیا لرئ، چي دغه اړتیا د ورته روزنیزو پروګرامونو له لاري پوره کولای سئ، نو له دې پروګرامونو څخه په استفادې سره خپل مهارتونه او پوهاوی لوړ او خلکو ته د غوره خدمت وړاندي کولو او د هیواد مالي سیسټم د پیاوړتیا لپاره نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړئ.
د خزاینو لوی رئیس نصرت الله محمود په خپلو خبرو کي وویل، چي د دغو روزنیزو پروګرامونو له جوړولو څخه موخه د لګښتونو کنټرول او مدیریت دئ؛ ځکه، چي د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو را وروسته ملي بودیجه له کورنیو سرچینو څخه برابرېږي او که چيرته لګښتونه مدیریت نه سي کېدای سي له مالي محدودیت سره مخ سو. له دغه پروګرام څخه په ګټي اخیستني د وزارت قوانین، طرزالعملونه او متحدالمالونه حفظ کړئ او د هغو پر بنسټ دقیق اجراآت ترسره کړئ؛ ترڅو شفافیت تامین، له بېځایه لګښتونو او د بودیجې له کسر څخه مخنیوی وکړو.
د یادوني وړ ده، چي دغه روزنیز پروګرام به (۱۵) ورځي دوام وکړي، چي په هغه کي به ګډونوالو ته د مالي چارو او عامه لګښتونو قوانین، د ملي بودیجې د اجراء اصولنامه، د مالیې وزارت طرزالعملونه، مقررې او متحدالمالونه تشرېح سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS