د نیمروز په ګمرک کي د پراخي اور لګېدني مخه ونیول سوه!

syllab_admin
Mon, Jul 01 2024 3:43 PM
..........

پرون مازیګر مهال د نیمروز ولایت په ګمرک کي له ملایي (قیماق) څخه بار په یو یخچالي موټر کي د بریښنایي سیسټم د شارټي له امله اور لګېدنه رامنځته سوه، چي د ګمرک او اړوندو ادارو د کارکوونکو له لوري ئې پر وخت مخنیوی  وسو.
له نېکه مرغه په دې اور لګیدنه کي د نورو سوداګرو سوداګریزو توکو ته زیان نه دئ اوښتی او یوازي په یاد یخچالي موټر کي يوه اندازه بار توکي له منځه تللي دي.