د روان کال په لومړۍ ربعه کي د ګمرکونو چارو ۲۳ سلنه پرمختګ کړی دئ!

syllab_admin
Mon, Jul 08 2024 4:25 PM
...........

 

د روان (۱۴۰۳ هـ.ل) مالي کال په لومړۍ ربعه کي د هیواد په ګمرکونو کي د ترسره سوو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ جوړه سوه
په دغه ناسته کي د روان کال په لومړۍ ربعه کي په ګمرکونو کي د تر سره سوو فعالیتونو ټولیز راپور وړاندي سو؛ په یاده موده کي د عوایدو د راټولېدو، د هیواد په ګمرکونو کي د تر سره سوي سوداګرۍ، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت سوي وزن په اړه بشپړ معلومات وړاندي سول، چي له مخي ئې د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله، د ګمرکونو چاري په اوسط ډول (۲۳،۳) سلنه مثبتي وښودل سوې.
د وړاندي سوي راپور په تړاو هر اړخیز تخنیکي بحثونه وسول او د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسؤلینو ستونزي او وړاندیزونه واورېدل سول، چي د رهبرۍ له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکول سو او ور سره اړیني سپارښتني هم شریکي سوې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS