د کندهار په ولایت کي (۵۰۹) کیلو ګرامه مخدره توکي نیول سوي دي!
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره ورځ د کندهار ولایت د سپین بولدک په ولسوالۍ کي (۵۰۹) کیلو ګرامه مخدره توکي کشف او نیولي دي.
په نیول سویو مخدره توکو کي (۳۱۸) کیلو ګرامه تریاک او (۱۹۱) کیلو ګرامه چرس شامل دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې له ګاونډي هیواد څخه افغانستان ته راوړي.
په دې تور نیول سوي کسان او مخدره توکي اړوندو ارګانونو ته ور پیژندل سوي دي.
