له ۱۴ وزارتونو او امارتي ادارو سره د غیرمالیاتي عوایدو د تحلیل او ارزوني په تړاو ناسته وسوه!

syllab_admin
Sun, Aug 04 2024 11:29 AM
............

د مالیې وزارت د عوایدو د لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني په مشرۍ د (۱۴) وزارتونو او امارتي ادارو له استازو سره د غیر مالیاتي عوایدو د تحلیل او ارزوني په تړاو ناسته وسوه.
په دغه ناسته کي د یادو وزارتونو او ادارو د غیر مالیاتي عوایدو د را ټولولو بهیر په هر اړخیز ډول و ارزول سو او د یادو ادارو له پاره د غیر مالیاتي عوایدو په برخه کي د ټاکل سوي عوایدي هدف وضعیت ته کتنه وسوه.
همدا راز هغو وزارتونو او ادارو، چي له ټاکل سوي عوایدي هدف څخه لوړ عواید ترلاسه کړي دي، د هغوی ستاینه وسوه او خپلي ګټوري تجربې ئې د ناستي له ګډونوالو سره شریکي کړې.
په دغه ناسته کي د وزارتونو او ادارو له پاره د احتمالي کسر د مخنیوي په موخه لازمي سپارښتني وسوې او غوره عوایدي فرصتونه ورته په ګوته سول؛ تر څو ټاکل سوي عوایدي هدف ته په ښه ډول ورسېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS