تېره اوونۍ په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته کچه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

org_admin
Sat, Sep 14 2024 3:58 PM
............


د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د هرات، نیمروز او فراه ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته کچه قاچاقي توکي نیولي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۱۲۶۰۰) کیلو ګرامه مالګه، (۸۲۸۰) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۴۸۳) کیلو ګرامه نباتي غوړي، (۳۰۰) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړې، (۲۵۰۰) کیلو ګرامه ککاو، (۲۵۸۰) کیلو ګرامه تعمیراتي رنګ، (۵۱۰) کیلو ګرامه تشي بوجۍ، (۴۴۴) کیلو ګرامه شامپو، (۷۳۲) کیلو ګرامه رُب، (۱۲۰) کیلو ګرامه انساني درمل، (۲۴۰) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۲۴۰) کیلو ګرامه حیواني درمل، (۲۹۴) کیلو ګرامه مکروني، (۱۳۵) کیلو ګرامه وچې یا پوډري شیدې، (۷۲) کیلو ګرامه پروټین، (۱۵۲) کارټنه تاریخ تېر بسکویټ، (۳۰) کارټنه د مخ کریم او (۲۱) کارټنه ټینر شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي دوامداره فعالیت کوي او هیچا ته اجازه نه ور کوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولیږدوي

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS