د ولایتي مستوفیتونو د مالیه ورکوونکو د خدمتونو او مالیاتي حوزو (۸۰) تنه کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو!

syllab_admin
Tue, Oct 08 2024 12:26 PM
.........

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د مالیه ورکوونکو د خدمتونو (۳۵) تنو او د مالیاتي حوزو (۴۵) تنو کارکوونکو ته د مالیاتي قوانینو، طرزالعملونو، مالیاتي محاسبې او له مالیاتي سیسټمونو سره د بشپړي بلدتیا په موخه (۲۳) ورځنی رونیز پروګرام پیل سو.
په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي منصور الحق ذاکر، د دې وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر، د ولایتي عوایدو د همغږۍ او پراختیا رئیس مولوي عبدالمجید نحیب الله ګډون کړی وو.
د بشري سرچینو رئیس له ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل، چي خپلي چاري په پوره ایماندارۍ او اخلاص سره مخ ته یوسي او په اړوندو برخو کي له هیوادوالو سره نېک چلند وکړي. ښاغلي شاکر ټینګار وکړ، چي تر روزني لاندي کارکوونکي باید له جوړو سويو روزنیزو پرګرامونو څخه په ګټي اخیستني سره خپل مسلکي ظرفیتونه لوړ کړي.
د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال دغه شان روزنیز پروګرامونه د کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو له پاره ګټور وبلل او زیاته ئې کړه، چي ټول مسئولین دي د اړوندو مالیاتي چارو په برخه کي د هر ډول بې عدالتۍ او فساد مخنیوی وکړي

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS