د بهرنۍ پانګوني راجلبول او ګټي
طاووس فرزاد
د یوې ټولني او یا هم یوه هيواد اقتصاد پر پانګونه ولاړ وي، ځکه د همدغي پانګوني په ترڅ کي تولید رامنځ ته کېږي او تولید بیا هغه څه دئ، چي د وګړو ډېری منډي ترړي او فعالیتونه د اقتصادي تحرک په موخه سره را یو ځای کوي. وروسته پاتي هیوادونه ځکه د فقر د بدمرغي دایرې یا کرښي لاندي پراته دي، چي هلته پانګونه نسته او یا هم په داسي هیوادونو کي د پانګوني کچه ډېره ټیټه ده. پوښتنه پیدا کېږي، چي دلته د پانګوني د نه شتون او یا کموالي لامل څه دئ؟ په ځواب کي ئې باید ووایو، چي اصلاً په دغو هیوادونو کي د پانګي راټولېدنه یا جوړښت( Capital Formation or accumulation) ډېر کم او په نشت حساب وي. د وګړو عاید کم او لګښتونه ئې زیات وي ځکه خو ئې په واک کي د پانګوني لپاره کافي پانګه نه وي.
نن سبا ډېری مخ پر وده هیوادونو د بهرنیو پانګوالو پرمخ خپلي دروازې پرانیستي دي. هغوی دا کار د پانګي د جوړښت او د هیواد دننه د پانګوني د کچي لوړولو په موخه کوي. دغه بهرنۍ پانګونه، چي د مستقیمي یا نېغ په نېغه بهرنۍ پانګوني( Foreign Direct Investment (FDI)) نوم ورته ورکول کېږي. په اوسني وخت کي د هیوادونو تر منځ د اقتصادي نزدېوالي او په ټوله کي د نړیوالتوب یا ګلوبلایزیشن زېږنده او ځانګړنه ده.
مخ پر وده هیوادونه د اقتصادي ودي په موخه بهرنۍ پانګوني ته اجازه ورکوي او یا هغه را جلبوي؛ ځکه ډېره پانګونه د اقتصادي غوړېدا په مانا ده او دا چي د مخ پر ودي هیوادونو په کور دننه پانګه کمه ده او یا هم د چټکي اقتصادي ودي لپاره بسنه نه کوي ځکه خو باید د یاد هدف تر لاسه کولو لپاره د بهرنۍ پانګوني څخه ګټه واخیستل سي. بهرنۍ پانګونه د یوه هیواد په اقتصادي وده کي مرسته کوي، بهرنۍ پانګه په کوربه هیواد کي کاري فرصتونه رامنځ ته کوي، هلته نوې ټیکنالوژي او مسلکي بشري قوه لېږدوي، په اقتصادي انضمام کي مرسته کوي، د کارګرو مولدیت زیاتوي او داسې نوري ګڼي ګټي لري.
زمونږ ګران هیواد افغانستان هم د مخ پر ودي هیوادونو په لړ کي راځي چي تازه د اقتصادي ودې او پرمختګ بهیر ته داخل سوي یو. د مخ پر ودي هیوادونو د ځانګړنو په اساس موږ هم د پانګي د کمبود سره مخ یو؛ ځکه خو باید د نورو مخ پر ودي هیوادونو او یا پرمختللو هیوادونو له تجربو ګټه واخلو او د خپلي اقتصادي ودي، پرمختګ او هوسایني لپاره هغه ټولي لاري چاري په کار واچوو، چي زمونږ د اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي.
د دې لپاره چي بهرنۍ پانګونه را جلب کړو باید لاندي ټکو ته پام وکړو او د هغوی د غښتلي کولو لپاره لازم تدابیر ونیسو:
لومړی – اقتصادي ثبات: اقتصادي ثبات هغه څه دئ، چي پانګوال ئې تر هر څه لومړی په نظر کي نیسي، دا ځکه چي اقتصادي ثبات د پانګوني د راتلونکو زیانونو مخه نیسي. د بېلګي په ډول په کومو هیوادونو کي چي د انفلاسیون نرخ یا کچه په یو ثابت تناسب روانه وي هلته پانګوال د خپلو راتلونکو لګښتونو اټکل په ښه توګه کولای سي، خو چیرته چي اقتصادي بې ثباتي او هرج و مرج وي؛ نو پانګوال به هیڅکله هلته د پانګوني لپاره زړه ښه نه کړي. د دې لپاره چي بهرنۍ پانګونه را جلب سي هیوادونه باید د سوداګریزو او اقتصادي کړنو لپاره له ثباته ډک چاپېریال رامنځ ته کړي.
دویم – ټیټ مالیات: د مالیاتو کچه هم په بهرنۍ پانګونه کي ډېر اهمیت لري. هلته چي د مالیاتو کچه لوړه وي پانګوال پانګونه نه کوي ځکه د هغوی د ګټي یوه لویه برخه د مالیاتو په شکل د دولت لاس ته لوېږي. له بله اړخه نوموړي مالیات لګښتونه دي، چي پانګه اچوونکي ئې د لوړو قیمتونو له لاري مشتریانو ته لېږدوي او دا کار په خپل وار سره د قیمتونو د عمومي کچي د لوړوالي لامل کېږي. ځکه خو د ټیټو مالیاتو لرونکي هیوادونه د پانګوني لپاره ډېر مساعد دي د پورته ذکر سویو موضوعاتو په څېر نور موضوعات سته، چي د بهرنۍ پانګوني په برخه کي رول لري.
Announcements More
MoF Approves Decisions of Second Meeting of Tariff Committee of Current Fiscal Year
Second meeting of the Tariff Committee that had been convened on the 20th of September (29th Sanbula),
NOTIC For Iron Traders!
According to the order of the Prime Ministership of IEA, the export of any kind of iron equipment and tools is prohibited.