د کابل په ګمرک کي د سوداګریزو توکو د وزن معلومولو له پاره یوه پایه تله ترمیم او ګټي اخیستني ته وسپارل سوه!

syllab_admin
Sun, Oct 20 2024 3:04 PM
...........

د کابل په ګمرک کي د سوداګریزو توکو د وزن معلومولو له پاره یوه پایه تله ترمیم او ګټي اخیستني ته وسپارل سوه!
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د کابل ولایت په ګمرک کي د څه باندي دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د صادراتي او وارداتي سوداګریزو توکو د وزن معلومولو له پاره یوه پایه انالوګ تله ترمیم او ګټي اخیستني ته وسپارله.
یاده تله، د (۱۲۰) ټنه وزن معلومولو په ظرفیت سره (۲۴) متره اوږوالی او (۳) متره پلنوالی لري. دا تله پخوا غیر معیاري نصب سوې وه، چي اوس مهال ترمیم او په دې برخه کي سته ستونزي هم ور سره حل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د هیواد په ټولو ګمرکونو کي معیاري تلي نصب کړي دي، چي له دې سره د سوداګریزو توکو د اضافه وزن او د ملي عوایدو له ضایع کېدو څخه مخنیوي سوی دئ.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS