په سازمانونو کي د مالي بحران سببونه
استاد عبدالجبار وحدت د ملي بودیجې اجرائیوي رئیس
مالي بحران یو داسي وضعیت ته وایي، چي مالي شتمني د اسمي او حقیقي ارزښت یوه لویه برخه په غیر متوقع ډول له لاسه ورکړي. یا په مالي اداره کي مالي بحران داسي هم تعریفولای سو، چي د پیسو بهرنی جریان(out flow) ډېر زیات وي او په پایله کي د نغدي خطر(Liquidity risk) سره مخ کېږي، مالي بحران ورته وايي. دا یو داسي حالت دئ، چي د لګښتونو د تمویل او پېرېدونکو د رضایت لپاره نه په سیسټم کي نغدي پیسي وي، نه شتمني وي او نه عایداتي او تشبثاتي سرچینې تر سترګو کېږي. همدارنګه اقتصادي بحران بیا یو داسي حالت ته وایي، چي معمولاً اقتصادي وده د څو مالي دورو لپاره د نزول په طرف ولاړه سي، یا د ټیټوالي په حالت کي پاته سي.
دلته به په یوه سازمان او اداره کي د مالي بحران په ځینو عواملو باندي په لنډ ډول بحث وکړم.
• مالي ضعیف مدیریت:
مالي مدیریت په یوه اداره او یا سازمان کي خورا مهم او د لوړ اهمیت لرونکی دئ، له نوم څخه ئې معلومېږي، چي د ټولو مالي منابعو درست مدیریت او باید دا هرڅه په درست ډول مدیریت سي، د سبا پلان او سپما باید وسنجول سي، راتلونکي مالي بحرانونه باید تخمین او پیشبیني سي، په همدې اساس که چيري په دې برخه کي نیمګړتیا او ضعف موجود وي، یوه اداره هرومرو د مالي او اقتصادي بحران په لوري ځي.
• عملیاتي خطر:
ډېری وخت د ادارې یا سازمان کارکوونکي په عملیاتي برخه کي غفلت کوي، چي په دې حالت کي عایداتي سرچینې وچېږي او اداره په تدریج سره د بحران په لوري ځي، په همدې اساس باید عملیاتي برخه پیاوړې سي او په منظم ډول وڅارل سي، تر څو د عملیاتي خطر(Operational Risk) مخه ونیول سي.
• د درستي بودیجې جوړوني نشتون: دا چاره د یوه بنسټ د مالي پایښت لپاره خورا اړینه چاره ده، باید د راتلونکي اقتصادي وضعیت او لګښتونو اړوند معقوله پلان جوړونه تر سره سي، تر څو مالي کنټرول رامنځته سي او که احیاناً په دې برخه کي کمزورتیا موجوده وي، طبیعي ده، چي سازمان به د بحران په لوري ځي.
• د عوایدو او لګښتونو نه پرتله کول: هر وګړی او اداره باید له تېر یا راتلونکي کال سره پرتلنه وکړي. بریالۍ ادارې همېش پرتلنه کوي، بیا لګښتونه کوي او مالي پلانونه جوړوي؛ مګر کومي کورنۍ /ادارې او سازمانونه، چي لګښتونه له عوایدو سره پرتله نه کړي، پوروړي کېږي او په پای کي د مالي بحران په لوري ځي.
• د عوایدو د تولید په برخه کي د درستي پالیسي نه شتون: ډېری وخت اکثریت ادارې د لګښتونو په کمښت باندي فکر او تمرکز کوي؛ مګر معقوله داده، چي باید د عوایدو په تولید او رامنځته کېدو باندي غور وسي او که داسي ونه سي، اداره به له مالي بحران سره مخ کېږي.
• د هيواد اقتصادي حالت او موسمونه په پام کي نه نیول: ډېری وخت ادارات د هيواد راتلونکی سیاسي، اقتصادي، موسمي او ټولنیز وضعیت په پام کي نه نیسي، چي د دې وضعیت په پام کي نه نیول او د داسي بدو وضعیتونو رامنځته کېدل د ادارو لګښتونه لوړوي او عایداتي سرچینې ئې وچوي او بالآخره ئې د مالي بحران په لور بیایي.
• د نفتي موادو قیمتونه لوړېدل: د هيواد په کچه د قیمتونو د لوړوالي اساسي علت د نفتي موادو قیمت لوړېدل دي، چي په پایله کي قیمتونه مطلوبه کچه له لاسه ورکوي او عدم استقرار رامنځته کېږي، چي د مالي بحران سبب کېدلای سي.
• د اقتصادي جریان درېدل: په هيواد کي د فلج اقتصادي حالت رامنځته کېدل، یا د اقتصادي څرخ درېدل هم د اقتصادي بحران لامل کېدلای سي.
• اقتصادي نوسانات: اقتصادي نوسانات هغه څه دي، چي په مجموع کي ټول اقتصادي اړخونه په یو ډول نه یو ډول اغېزمنوي؛ بناً یاد فکتور د سازمانونو د مالي بحران یو اساسي لامل کېدلای سي، مالي بنسټونه باید د اقتصادي نوساناتو اړوند وضعیت تحلیل کړي.
Announcements More
MoF Approves Decisions of Second Meeting of Tariff Committee of Current Fiscal Year
Second meeting of the Tariff Committee that had been convened on the 20th of September (29th Sanbula),
NOTIC For Iron Traders!
According to the order of the Prime Ministership of IEA, the export of any kind of iron equipment and tools is prohibited.