له قوله تر عمله

 

محمد اکبر رغون

د کرونا نړیوالي وژونکي وباء له امله د نړۍ اقتصادي بازار سوړ او یو څه په ټپه ودرېد. په نړیواله سطحه د خوراکي موادو او تېلو نرخونه لوړ سول او ور سره د خلکو غوغا پورته سوه. دلته په هیواد کي دننه یو شمېر شریرو او حاسدو کړیو ئې پړه په ډېره سپین سترګۍ سره د اسلامي امارت په راتګ واچوله. ویښ او بیداره ملت لومړی د ګاونډیو هیوادونو او بیا د نړۍ اقتصادي وضعیت درک کړ، چي خوراکي توکو، تېلو او پولي واحدونه ئې په بېساري ډول نزول وکړ. د شریرو کړیو دا تور هم نا چله سو او د اسلامي امارت په تقدس ئې هیڅ آغېز و نکړ.

په هماغو شپو ورځو کي د نړۍ ډېر هیوادونه د خورا سختو اقتصادي ننګونو سره مخ سول، لکه ایران او ترکیه چي د سختي اقتصادي څپې په مقابل کي ئې پولي واحد ارزښت له لاسه ور کړ او ور سره ئې د کډوالو په ایستلو پیل وکړ او ډېر کډوال ئې بهر کړل .

پاکستان د پولي واحد د ارزښت له لاسه ور کولو تر څنګ د پورونو اخیستلو ته مخه کړه.

د موضوع د لا روښانتیا لپاره د سریلانکا  بد اقتصادي وضعیت څخه یادونه کوو، چي نظام ئې په ټپه ودرېد او ولسمشر ئې له هیواده تېښتي ته اړ سو.

زموږ ګاونډی هیواد پاکستان، چي د ایټم څښتن دئ په داسي اقتصادي بحران کي ګیر سو، چي د وتلو لار ترې ورکه سوه.

دا چي پاکستان د نړیوال بانک څخه واخله تر اسلامي بانک پوري په میلیارډونو ډالره پوره وړی دئ؛ د دې با و جود  ئې څه موده وړاندي تازه د چین هیواد څخه د اووه سوه میلیونو ډالرو پور واخیست.

د ویاړ او شکر ځای دئ، چي لله الحمد عزیز افغانستان نه د نړیوال بانک څخه پوره وړی دئ او نه له نورو هیوادونو.

د اسلامي امارت معتدل، مدبرانه سیاست او له خپلو خلکو سره سالم سلوک د دې باعث سو، چي هم داخلي او  هم بهرنی محبوبیت خپل کړي.

موږ ولیدل، چي د نړیوالو بندیزونو او د یو شمېر په اصطلاح غرب میشتو فراریانو تهمتونو او منفي تبلیغاتو با وجود هم لکه؛ ایران، متحده عربي امارات، ترکیې، چین، پاکستان او یو شمېر نورو هیوادونو اسلامي امارت ته په کم وخت کي په پر له پسې ډول سفارتونه او قنسلګرۍ تسلیم کړې او باور لرو، چي دا لړۍ همداسي نورو هیوادونو ته هم و غځېږي.

اسلامي امارت په کمه موده کي داسي فعالیتونه او کړني تر سره کړې، چي د هیواد په تاریخ کي ئې ساری نه لیدل کېږي.

د بېلګي په ډول ئې له څو هغو یادونه کوو:

د ویني تویدني او غچ اخیستني څخه د مخنیوي په پار تاریخي عمومي عفوه، د امارت هغه ستر احسان دئ، چي ملت به ئې کله هم هېر نه کړي. د مشرتابه لخوا عفوه مدبرانه، معقولانه او نهایي زبردست اقدام وو، چي وسو. اوس په ګرد هیواد کي د تېري ادارې نظامي، سیاسي او ملکي وګړي پرته له کوم ګواښ څخه ژوند کوي او حتی ډېری ئې په موجوده نظام کي په مختلفو دندو بوخت دي، د دولت له مساویانه حقوقو څخه برخمن دي او ټولو ته په یوه سترګه کتل کېږي.

د ژمي په یخو شپو کي د هیواد له ګوټ-ګوټ څخه د اسلامي او انساني همدردۍ له کبله په افیونو او تاریاکو اخته هیواد وال را ټول او د ښې درملني په پار روغتیایي مرکزونو ته انتقالول، هغه ښکلی اقدام وو، چي په نړیواله کچه ئې استقبال وسو.

د اسلامي امارت د ترحم په اساس د هیواد له ګوټ-ګوټ څخه د سوالګرو او بې وزلو هیواد والو را ټولول، د هغوی بایومټریک کول او هر یوه ته د میاشتي معاش ور کول.

د زېربنایي پروژو تطبیق، څارنه، سالم مدیریت او د نورو حیاتي پروژو د پیدا کولو او پلي کولو لپاره هڅي، هغه څه دي چي په خپلو سترګو ئې وینو. لکه د قوشتېپې کانال، د مختلفو فابریکو ترمیم، رغونه او بیا ځلي فعالول، د کابل- کندهار لوی سړک، سالنګونو او بندونو رغول.... د خوراکي توکو او تېلو بیي کنټرولول او د یادو توکو بییو  د لا ټیټېدا لپاره هڅي هغه څه دي، چي ټولو ملت ته لکه لمر روښانه بریښي.

د ګاونډیو او نړیوالو اسعارو پر وړاندي د افغانۍ ثبات او ارزښت ساتل هغه څه دي، چي ټول یې منو.

د کلداري، تومان او یو شمېر نورو پولي واحدونو پر وړاندي د افغانۍ صعود هغه ستر ویاړ دئ، چي د هیواد په تاریخ کي ئې ځانته ځانګړی مقام جوړ کړی.

د یو شمېر کرایه شویو او اجیرو ډلو- ټپلو پر وړاندي د اسلامي امارت ځپونکي او تندریز بریدونه هغه ستري لاسته راوړني دي، چي واشنګټن او نور زبرځواک هیوادونه ورته ګوته په غاښ دي. اسلامي امارت وکولای سول، چي په ډېره کمه موده کي د شر او فساد کرغېړن ټغر ټول او هیوادوال ئې له شر څخه خلاص کړل.

اسلامي امارت د غلا، اختطاف، هدفي وژنو او ترور جرړي له بېخه و ایستې، په ټول هیواد کي ئې د امن څادر و غواړاوه، ټول هیواد  وال پرته له ډار څخه خپلو ورځنیو چارو ته په پوره ډاډ سره ځي، زده کوونکي خپلې زده کړي کوي، تجاران خپل تجارتونه، بزګران خپل کښت او کر-کېله او لمونځ کوونکي خپل لمونځونه او عبادات تر شنه آسمان لاندي په مزید سکون سره کوي.

د کانونو استخراج په مسلکي ډول او له هر اړخیزي سروې څخه وروسته هغو قراردادیانو ته ور کول کېږي، چي ګټه ئې زیاته وي، هیوادوالو ته په کي د کار زمینه مساعده سي او ور سره د داسي فابریکو جوړول چي خام مواد ئې همدلته ځای پر ځای په فابریکه کي د توکو د تولید لپاره وکارول سي. لکه د لیټیمو استخراج او ور سره څنګ کي ئې د بطریو د تولید لپاره فابریکه جوړول.

په ټول هیواد کي د ښاروالۍ لخوا په زړه پوري کارونه، لکه د واټونو او څلور لارو لپاره ښکلي سمبولونه رغول، د ویالو او کانالونو پاکول، د دوکانونو، غرفو منظمول، په ښارونو او بازارونو کي د روښنایي لپاره برښنایي یا سولري څراغونو پایي لګول او غیر معیاري تم ځایونه «پارکینګونه»  ختمول، چي د رش باعث کېدل.

د زورواکانو لخوا د دولتي غصب سویو ځمکو بيرته را ګرځول او دولتي کول. په ښارونو کي د زور واکانو لخوا په دولتي ځمکو کي جوړ سوي ښارګوټي او هغه سړکونه، چي د زور واکانو لخوا په کي کورونه، لوړ پوړیزي ودانۍ او مارکېټونه جوړ سوي وو، د هغو چپه کول، بیرته سړکونه او لویي لاري ترې جوړل.

د تخنیک په برخه کي هیواد وال هڅول او هغوی ته د کار او نوښت لپاره زمینه برابرول. لکه، د موټرونو، الوتکو، نظامي وسایلو او رنګ-رنګ نور اختراعات هغه څه دي، چي په کمه موده کي د نوښتګرو او زیارکښو هیواد والو لخوا و پنځېدل.

لنډه دا چي د اسلامي امارت په راتګ سره په ډېره کمه موده کي، ډېر داسي څه په خورا کمو امکاناتو، پرته له بهرنیو کومکونو سره وسول، چي نړۍ ئې حیرانه کړه.

د ټولو کړنو او فعالیتونو څخه یادونه به لیکنه لا اوږده کړي، د موضوع د وضاحت لپاره همدا څو ذکر سوي بېلګي د موشت نمونه یی خروار په اساس کافي بولو او په همدې اکتفاء کوو.