د ګمرکونو او عوایدو معین د نفتي موادو د ارزوني په موخه فراه ولایت ته سفر وکړ!

org_admin
Wed, Nov 20 2024 2:32 PM
.......

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چي په رسمي سفر فراه ولایت ته تللی، د فراه له والي الحاج مولوي غوث الدین رهبر سره د کتني ترڅنګ د یاد ولایت د ګمرک او مستوفیت چاري هم لیدلي.
له نوموړي سره، چي د یاد معینیت د نفتي موادو د کنټرول او کیفیت رئیس قاري محمد ابراهیم خلیل هم ملتیا کوي د فراه له والي سره په کتنه کي د بې کیفیته تېلو د واردولو پر مخنیوي او په دې برخه کي د شته ستونزو پر حلولو، سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د دې ولایت د عوایدو پر زیاتوالي او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو بحث او خبري وکړې.
نوموړي د ابو نصر فراهي ګمرک او د فراه ولایت د مستوفیت له چارو څخه د لیدني پر مهال د یادو ادارو مسئولینو او کارکوونکو ته د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو، د چارو د لا ښه والي په موخه د کارکوونکو او مسئولینو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ د لا زیاتولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه سپارښتني هم وکړې.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو او عوایدو معین په دې سفر کي د فراه ولایت د کنټرول او کیفیت آمریت له پاره نوی آمر هم کارکوونکو ته ور معرفي کړ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS