په هیواد کي د لومړي ځل له پاره د پلټونکو ادارو او د مسلکي زده کړو بنسټونو ته د جواز ورکولو پروسه پیل سوه!

org_admin
Thu, Nov 21 2024 1:46 PM
...........

د مالي چارو د پلټني ادارې، په دولتي او خصوصي شرکتونو کي د پلټني (Audit) چاري ترسره کوي، چي موخي ئې د مالیاتو له تېښتي څخه مخنیوی، د مالي ستونزو رابرسیره کول او حلول، د مالي روڼتیا رامنځته کول او د مالي چارو معیاري کول دي.
لکه څرنګه، چي له کلونو راهیسي افغانستان د مسلکي محاسبینو له کموالي سره مخ وو، چي دغه کموالي د شرکتونو مالي چاري له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وې؛ نو د همدې ستونزي د حل او د مسلکي محاسبې د پیاوړتیا په موخه، د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست اړوند د افغانستان د مسلکي محاسبینو ادارې (CPA) د لومړي ځل له پاره پلټونکو ادارو او د مسلکي زده کړو بنسټونو ته د ټاکل سويو معیارونو سره سم، د ثبت او جواز ورکولو پروسه پیل کړه.
پلټونکو ادارو ته د معیاري جواز په ورکولو سره به، د دغه ادارو چاري مسلکي سي، د ملي عوایدو له تېښتي څخه به مخنیوی وسي، د امارتي او خصوصي شرکتونو په عوایدو کي به زیاتوالی راسي، په مالي او مالیاتي پروسو کي به بشپړه روڼتیا رامنځته سي او شرکتونه به د سیسټم جوړوني په برخه کي لا ډېر پیاوړي سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS