د قوش تيپې کانال، د زراعتي هیواد پر لوري نوي ګامونه
یو دوه اوونۍ وړاندي د بلخ په ولایت کي د قوش تیپې اوږد کانال د جوړېدو پرانیسته وسوه، چي دغي پرانیستي ته د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري او دولت یو شمېر لوړ پوړي مسؤلین علماء، قومي مخور او د شاوخوا سیمو او ولایتونو مشران او خلک ورغلي وو. دغه پروژه د مالیې وزارت اړوند د ملي پراختیا شرکت په زیار او کورنیو عوایدو څخه جوړي سوي بودیجې په مرسته ترسره کيږي. دغه کانال د افغانستان په شمال کي لومړنی او تر ټولو ستر کانال دئ، چي د بلخ ولایت په شمول په څلورو شمالي ولایتونو کي د کرنیزو مځکو خړوبولو، باغونو جوړولو او د پراخو زراعتي سیمو او سترو باغونو او سمسورو زرغونو فصلونو په رامنځته کولو کي به ګټه ترې اخیستل کيږي. یاد کانال چي د امو له بهانده سیند څخه را بېلېږي او د کانال پیل به هم له بلخ ولایت څخه وي او تر جوزجان او سرپل ولایتونو به و غځېږي، په کرنیزه برخه کي به په راتلونکو څو کلونو کي د افغانستان کرنیز سکټور ته ستره تکیه او اړم ورکړي.
د دې کانال د پیلولو لپاره مالیې وزارت په نه او لږو امکاناتو په داسي حال کي چي د پراختیایي پروژو لپاره ځانګړې بودیجه نه لري او یا هم ډېره لږه ده ۸ میلیارده افغانۍ ځانګړي کړي؛ ترڅو یې لومړنۍ چاري رواني سي او له پنځه کاله وروسته به له همدې کاناله د کرني په برخه کي ګټلي پیسې بېرته د کانال د پروژې په دوام او بشپړولو لګول کيږي. د قوش تېپې کانال د پروژې په عملي کولو سره به (۲۵۰) زره کاریګرو ته د کار زمینه برابره سي او ورسره به (درې نیم میلیونه جریبه مځکه) چي د هیواد په کچه تر ټولو پراخه او بېسارې ده خړوبه او د کرني د پرمختګ ستر فرصتونه به رامنځته کړي.
د هیواد په دې حساسو او بې ساري نازکو اقتصادي شرایطو کي د اولس د هوسایني په موخه د قوش تيپې پروژه یوه مهمه ملي او نړۍ واله پروژه ده، چي په ترسره کېدو سره به یې زراعت او مالداري وده ومومي او په ټوله کي به د ملي اقتصاد د پیاوړتیا سبب وګرځي او افغانستان به رښتیني اقتصادي په ځانګړې توګه کرنیزي ځان بسیایني ته ورسوي. د دې کانال او دې ته ورته نورو ملي پروژو په تر سره کولو کي د ملي سوداګرو ګډون او پانګونه هم له ګټو او ښې راتلونکي خالي نه ښکاري او په پلي کولو کي یې رغنده او د حکومت او خصوصي سکټور په همکارۍ کي اغېزمن تمامېږي.
د افغانستان اسلامي امارت کلک هوډ لري، چي د قوش تيپې کانال په څېر نوري ملي او ټولګټې پروژې په ټول هیواد کي پلي کړي. دغه پروژه یوه لویه ملي پروژه ده، چي د هیواد په کچه بېساري ده او د حکومت له لوري ځانکړې پاملرنه ورته سوې ده. د دې کانال اوږدوالی ۲۸۵ کیلو مټر ته رسېږي او په هیواد کي د سترو او ملي پروژو په پلي کولو سره هم زرګونه ځوانانو او کاريګرو ته د کار چاره برابرېر وي او هم به په راتلونکي کي د ملي عوایدو ډېرولو په برخه کي ستره ونډه ولري او تر ډېره بریده به مو له بهرنیو مرستو لاسونه را لنډ کړي. د هیواد په کچه د قوش تيپې کانال د پروژې ستره ځانګړنه دا ده؛ سره له دې چي د کار زمینه برابروي او د کرني سکټور ته اوږه ورکوي ترڅنګ یې له خپلې ملي بودیجې پیسې ورته ځانګړي سوي دي دا په تېرو څو کلونو کي لومړی ځل دئ، چي دومره ستره پروژه له خپلې ملي بودیجې خپل لګښت ترلاسه کوي او اسلامي امارت په کمه موده کي وکولای سول، چي یوه ستره ملي پروژه په لاره واچوي او په راتلونکي کی د نورو ملي پروژو لپاره چمتو والی ونیسي.
نو په پای کي باید دا ووایوو چي۷۰ سلنه افغانان په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او کرنیزې چاري له اوبو پرته ناشونې برېښي، د زراعت د پیاوړتیا په برخه کي دا یو ښه خبر دئ، چي د قوش تيپې کانال په بشپړېدو سره به کرنه او مالداري وده وکړي او هیواد به په کورنیو غلو دانو تکیه پیدا کړي. هیوادونه هیڅ کله هم د پردیو په مرستو نه، بلکي د خپلو خلکو په هڅو او زیار ابادیږي. که چيرته ټول هیوادوال یو بل ته لاس ورکړي او یو بل ومني د قوش تيپې کانال د پروژې په څېر به لسګونه نورې پروژې پرانیستل سي او یو خپلواک اقتصادي تحرک به رامنځته سي
Announcements More
MoF Approves Decisions of Second Meeting of Tariff Committee of Current Fiscal Year
Second meeting of the Tariff Committee that had been convened on the 20th of September (29th Sanbula),
NOTIC For Iron Traders!
According to the order of the Prime Ministership of IEA, the export of any kind of iron equipment and tools is prohibited.