د ولایتي مستوفیتونو او ګمرکونو د تدارکاتو مدیرانو ته د تدارکاتي پروسې په تړاو روزنیز پروګرام جوړ سو!

org_admin
Tue, Dec 03 2024 1:41 PM
..........

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ولایتي مستوفیتونو او ګمرکونو د تدارکاتو(۵۰) تنو مدیرانو ته د تدارکاتي پروسې په تړاو روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په هغه ناسته کي، چي په همدې مناسبت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالهادي سیف الخالد، د کارکوونکو چارو ریاست د روزني او ظرفیت لوړوني آمر محمد نادر همایون، د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی وو.
د روزني او ظرفیت لوړوني آمر د دغه پروګرام په پرانیستې وینا کي وویل، چي د روزني آمریت اساسي دنده د دغه شان روزنيزو پروګرامونو جوړول دي. دغه ډول پروګرامونه د مهارتونو د پراختیا، مسلکي کولو او اصولي اجراآتو له پاره خورا مهم دي او تاسي مکلف یاست، چي د مسلکي ښوونکو او د هغو مادي او معنوي اسانتیاوو څخه په اعظمي ګټي اخیستني سره، چي ستاسي له پاره چمتو سوي، خپل مسلکي ظرفیت لوړ او اداره او په ټوله کي دغه اسلامي نظام ته لا پياوړتیا ور وبخښئ.
د دعوت او ارشاد رئیس په خپلو خبرو کي وویل، چي تاسي په ولایتونو کي د مالیې وزارت او په ټوله کي د افغانستان د اسلامي امارت استازي یاست. هڅه وکړئ، چي له خلکو سره ښه چلند وکړئ او لا نوري اسانتیاوي ورته برابري کړئ، درسپارل سوي دندې په اخلاص او ښه نيت پرمخ یوسئ او خپل سیرت او صورت د رسول الله صلى الله عليه وسلم له سنتو سره سم برابر کړئ.
د یادوني وړ ده، چي دغه پروګرام به (۱۰) ورځي دوام وکړي، چي په هغه کي به ګډونوالو ته د تدارکاتو قانون، طرزالعمل او تدارکاتي پروسې تشرېح  سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS