د ابونصر فراهي په ګمرک کي د ۳۹ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه بابه هنګرونه ګټي اخیستني ته وسپارل سول!

org_admin
Tue, Dec 03 2024 2:51 PM
............

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د څه باندي (۳۹) میلیونه افغانیو په ارزښت د فراه ولایت د ابونصر فراهي په ګمرک کي د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په موخه دوه بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل.
یاد هنګرونه په معیاري ډول جوړ سوي دي، چي هر یو ئې د (۱۰۰) ټنه سوداګریزو توکو د زېرمه کولو وړتیا لري. په دې هنګرونو کي به شاوخوا (۵۰) تنو هیوادوالو ته د کار زمینه هم برابره سي.
د دې هنګرونو د جوړېدو لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول سوی او رغنیزي چارې ئې هم د یوه افغاني شرکت له لوري تر سره سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت له لوري د هیواد د ګمرکونو د عصري کولو، د سوداګرو له پاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او په هیواد کي د سوداګرۍ د لا ودي په موخه ګڼي ګمرکي پروژې پلي سوي دي او یو شمېر ئې د پلي کېدو په حال کي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS