تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

org_admin
Wed, Dec 04 2024 3:10 PM
.........

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د کندهار، فراه، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۹۳۳۳) کیلو ګرامه ګوړه، (۱۵۴۰۰) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۳۱۱۶) کیلو ګرامه درمل، (۵۲۷۰) کیلو ګرامه رُب، (۱۸۴۵) کیلو ګرامه وچي شیدې، (۱۷۲۰) کیلو ګرامه مالګه، (۹۵۲) کیلو ګرامه غوړي، (۷۰۰) کیلو ګرامه اتشزا یا اور زیاتوونکې مایع، (۴۰۰) کیلو ګرامه قهوه، (۲۴۰) کیلو ګرامه تشي بوجۍ، (۱۶۰) کیلو ګرامه د وېښتانو تېل، (۱۰۰) کیلو ګرامه بیسکوټ او (۱۴) عرادې موټر سایکلونه شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارني کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS