قرباني د بریا پیلامه ده
اخترونه د اسلامي نړۍ په ځانګړي توګه د مسلمانانو هغه ورځي دي، چي د نفرت او نفاق پردې له منځه وړي، ورورولي رامنځته کوي او د اسلامي نړۍ په ټولنو کي خلک یو بل ته ډالۍ ور وړي، مبارکۍ ورکوي، د یوه بل کورونو ته ورځي، د ناروغانو خاص عیادت کوي او په ټوله کي د میني او اخوت فضا رامنځته کوي.
په اخترونو کي د لوی اختر یا قربانۍ اختر بیا په دې غوره والي لري، چي یوه ورځ مخکي د عرفات مبارکه ورځ وي، حاجیان د بیت الله دیدار کوي، د طواف او توبې مزلونه وهي او ټول مسلمانان یوه مهمه فریضه ادا کوي او په میلیونونو قربانۍ کېږي.
ګران افغانستان هم الحمدالله د نړۍ له معتبرو اسلامي هیوادونو څخه دئ، چي دغه مبارکي ورځي په نېکمرغیو او خوشحالیو پکښي نمانځل کېږي، د دینوي ارزښتونو ترڅنګ ګڼ دودیز او کلتوري ارزښتونه هم پکښي په پراخه پیمانه نمانځل کېږي. د څه له پاسه شلو کلونو را وروسته د اسلامي امارت په چوکاټ او واک کي دا لومړنی لوی اختر دئ، چي په ټول افغانستان کي په بشپړ امنیت، خپلواکي او له هر راز امنیتي پېښې پرته نمانځل کېږي.
که څه هم مخکي کي زموږ غمونو او ناخوالو ځپلی هیواد له یوه بل الهي افت سره مخ سو، چي په پکتیکا، خوست او یو شمېر نورو ولایتونو کي د زلزلې زوروري څپې زموږ په زرګونو هیوادوال شهیدان، ټپیان او بې کوره کړل. (موږ شهیدانو ته برین جنت، ټپیانو ته بېړنۍ روغتیا او د کورنیو پاتي غړو ته یې د الله سبحان وتعالی له ستر دربار څخه د جمیل صبر غوښتنه کوو). د دې ترڅنګ د هیواد په ښه راتلونکي، پرمختګونو او دیني ارزښتونو په ساتلو او د ټولو قومونو ترمنځ د ورورولۍ په ټینګولو د افغانستان د جیدو علماوو درې ورځنۍ ستره ناسته ترسره سوه، چي هیله ده پایلې یې د هیواد د ابادۍ، سوکالۍ، ځان بسیاني او په نړیواله کچه د با ثباته افغانستان را څرګندېدل سي.
خو تر ټولو غوره خبره دا، چي د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د مالیې وزارت د ۱۴۰۱ کال لپاره یو کلنه بودیجه چي څه له پاسه (۲۳۱) میلیارده افغانۍ کېږي او په دې کې (۲۷) میلیارده یې پراختیايي بودیجه وه پرته له کومي بهرنۍ مرستي په نړیوالو معیارونو او سټنډرډ، د راتلونکو څو کلنو لپاره د عوایدو وړاندویني، د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کلنو لپاره د کورنیو ناخالصو تولیداتو وړاندویني، د ۱۴۰۱ مالي کال بودیجه کي د څو کلنو لپاره د ډالر په وړاندي د افغانیو د ارزښت څرنګوالي، د مالي خطرونو منعکسولو او مالي لرلید په پام کي نیولو سره ترتیب کړي. د روان لمریز کال په بودیجه کې زیاته سلنه عادي بودیجه جوړوي، خو بیا هم تر یوه حده پراختیایي بودیجې ته پاملرنه سوې ده.
او ترڅنګ یې د ټولو دولتي مامورینو د میاشتنیو معاشونو بهیر خپل عادي حالت ته راوګرځېدل او اوس ټول دولتي کارکوونکي په میاشتني او خپل ټاکلي وخت کي معاشونه ترلاسه کوي. د مالیې وزارت رهبري نړیوالو بازارنونو ته په کتو سره د ډبرو سکرو بیه له یوه ټن په ۹۰ افغانۍ څخه ۲۰۰ افغانیو ته لوړه کړه، چي دغه کار د خلکو له تود هر کلي سره مخ او ترڅنګ به د هیواد د ملي عوایدو په زیاتوالي کي رغنده رول ولوبوي.
د موضوع د را ټولېدو په پلمه د مالیې وزارت رهبري، غړي او کار کوونکي ټولو هیوادوالو ته د لوی اختر مبارکي وایي او له ستر څښتن تعالی څخه هیله لري، چي قربانۍ او د هیواد د پرمختګ لپاره مو ټولي کړني او زیارونه د الله په عظیم دربار کې قبول سي. قرباني د بریا پیلامه ده (د اختر قرباني به مو د الله لوري ته بریالي او د هیواد لپاره قرباني به مو په نړۍ کي سیال کړي).
Announcements More
MoF Approves Decisions of Second Meeting of Tariff Committee of Current Fiscal Year
Second meeting of the Tariff Committee that had been convened on the 20th of September (29th Sanbula),
NOTIC For Iron Traders!
According to the order of the Prime Ministership of IEA, the export of any kind of iron equipment and tools is prohibited.