مالیاتي محاسبینو ته د جوازونو ورکړه به فساد کم او شفافیت زیات کړي
د مالیې وزارت د عوایدو را ټولولو، د روڼتیا رامنځته کولو او د فساد له منځه وړلو کي له ټولو هغو ممکنو لارو چارو ګټه اخلي چي دغه پروسه رڼه سي، د مالیه ورکوونکو د جذب بهیر اسانه سي او د مالیاتي محاسبینو پر مټ یې د ټولو پړاونو لړۍ په مسلکي او تخصصي ډول مخته ولاړه سي. د مالیاتو راټولولو بهیر له کوم ځانګړې طرزالعمل پرته ډېری وختونه له خنډ سره مخ وي او ترڅنګ یې د مالیه ورکوونکو تشخیص ستونزمن او دا رنګه د مالیاتو تېښتې ته لاره هواروي. همدغو مواردو ته په کتو سره د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري په لومړي ځل د اسلامي امارت په حاکمیت کي مالیاتي محاسبینو ته د فعالیت جوازونه ورکړل سول. مالیاتي محاسبین هغه حقیقي وګړي دي، چي د عوایدو لوی ریاست له لوري د محاسبینو د طرزالعمل سره سم په مالیاتي چاروکي د جواز درلودونکي وي او د مالیاتي قوانینو په رڼا کي د مالیه ورکونکو له حقوقو څخه دفاع او استازولي، د مالیه ورکوونکو د مالیې سنجول، د مالیې د صورت حسابونو برابرول، د سندونو د قانوني پړاوونو تعقیبول، مشوره او تخنیکي مرسته کول یې دندې شمېرل کېږي. مالیاتي محاسبین د حکومت او ولس ترمنځ د اړیکو په ټینګولو کي ستر رول لوبوي، دوی دې ته لاره هواروي، چي دواړه لوري د ښې همکارۍ او همغږۍ له لاري په مالیاتي چارو کي روڼتیا او اسانتیا رامنځته کړي، د مالیاتو د تېښتي مخنیوی وکړي او د دوه اړخیزه سلا مشورو له لاري خپلي اړیکي پراخي کړي.
Announcements More
MoF Approves Decisions of Second Meeting of Tariff Committee of Current Fiscal Year
Second meeting of the Tariff Committee that had been convened on the 20th of September (29th Sanbula),
NOTIC For Iron Traders!
According to the order of the Prime Ministership of IEA, the export of any kind of iron equipment and tools is prohibited.