د کابل نړیوال هوایي ډګر ګمرک او د کابل ګمرک ویجاړي سوي برخي بیا رغول کېږي!

org_admin
Sat, Jan 11 2025 3:48 PM
.................

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د څه باندي (۵،۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل نړیوال هوایي ډګر ګمرک او د کابل ګمرک د ارشیف الماریو، اداري ودانیو او هنګرونو د بیارغولو چاري پیل کړې.
د دې پروژو په پلي کېدو سره به د ګمرکي سندونو د خوندي ساتلو ترڅنګ د یادو ګمرکونو کارکوونکو او سوداګرو ته په بېلابېلو برخو کي اسانتیاوي هم رامنځته سي.
د یادو پروژو لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي، چي چاري به ئې تر راتلونکو لسو میاشتو پوري بشپړي سي.
د یادوني وړ ده، چي مالیې وزارت سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو او په هیواد کي د سوداګرۍ د لا ودي په موخه په بېلابېلو ګمرکونو کي ګڼي پراختیایي پروژې پلي کړي دي او ځیني ئې د پلي کېدو په حال کي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS