د عوایدو ملي اکاډمۍ د روزنیزو پروګرامونو لړۍ لا هم دوام لري!

org_admin
Mon, Jan 13 2025 11:23 AM
.............


د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له کلني تدریسي پلان سره سم، د ولایتي مستوفیتونو د سیسټمونو برخي (۳۲) تنه مدیرانو ته د عوایدو لوی ریاست د سیسټمونو په برخو  کي د (مسلکي کولو) تر سرلیک لاندي جوړ سوی روزنیز پروګرام د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېده او بل خوا بیا د ولایتي مستوفیتونو اصنافو او مالیاتي حوزو (۴۵) تنه کارکوونکو ته د سیسټمونو، مالیاتی قوانینو او طرزالعملونو  په برخو کي روزنیز پروګرام پیل سو.
په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست حمايوي مرستیال نقیب الله عابد، د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي او د یادي اکاډمۍ ښوونکو ګډون کړی وو.
د غونډي په پرانیستې وینا کي د عوایدو لوی ریاست حمايوي مرستیال، د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له آمریت او ښوونکو څخه مننه وکړه، چي د کارکوونکو له پاره ئې ټول شرایط برابر کړي؛ څو وکولای سي خپل درسونو په ښه توګه زده کړي، د دې ترڅنګ ئې سیسټمونه د عوایدو ریاست له پاره اړین وبلل او په هغه کي د ارقامو او معلوماتو پر دقیق ثبت، سمه کارونه، پوهاوي او ارزښت ئې ټینګار وکړ.
وروسته بیا د سیسټمونو د مدیرانو په استازیتوب ښایسته خان د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له آمریت څخه د یاد روزنیز پروګرام د برابرولو له امله مننه وکړه او ژمنه ئې وکړه، چي ټول ګډونوال به له دغه پروګرام څخه ترلاسه کړي زده ‌کړي په خپلو ورځنیو رسمي چارو کي پلي کوي.
د غونډي په پای کي د دغه پروګرام ټولو ګډونوالو ته تصدیق پاڼي هم ووېشل سوې.
د یادوني وړ ده، چي د ولایتي مستوفیتونو د اصنافو او مالیاتي حوزو روزنیز پروګرام به شل ورځې دوام وکړي، چي ورسره به د یادو مستوفیتونو د کارکوونکو وړتیاوي لوړي او په اړوندو چارو کي به لا ښه والی راسي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS