د برېښنایي حکومتولۍ پر لور یو بل ستر ګام

org_admin
Mon, Jan 13 2025 4:12 PM
...............

مالیې وزارت د مالي مدیریت نوي معلوماتي سیسټم ته وده ورکړې ده. د افمیس نوی سیسټم له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د خزاینو لوی ریاست د تخنیکي ټیم له لوري طراحي سوی دئ، چی موخه ئې د هیواد په عامه مالي سکټور کي د مالي چارو او لګښتونو مدیریت، تنظیم، کنټرول او راپور ورکول دي.
د افمیس مخکنی سیسټم، په (۲۰۰۲م)  کال کي د فریبلانس شرکت له لوري د نړیوال بانک په همکارۍ طرحه سوی وو او ټولي تخنیکي چاري ئې د همدې شرکت له لوري پرمخ وړل کېدې. په ورته مهال دغه سیسټم له ټیټي چټکتیا او د ساتني له لوړ لګښت سره مخ وو. له همدې کبله د مالیې وزارت رهبرۍ د نوي سیسټم په جوړولو پرېکړه وکړه، چي وکولای سي اوسنیو اړتیاوو ته ځواب ویونکی او د بدلونونو منونکی وي.
د دغه سیسټم پراختیا، چي د مالیې وزارت د تخنیکي ټیم له لوري ترسره سوې ده، د هیواد د مالي مدیریت د ښه کېدو په برخه کي یوه ستراتيژیکه لاسته راوړنه بلل کېږي. د افميس نوی سیسټم له نورو کلیدي سیسټمونو؛ لکه: د دولتي بودیجې د وړاندويني او برنامه رېزۍ سیسټم (SBPS)، د خزاینو د معاشونو مدیریت سیسټم (TPMS)، اسیکوډا سیسټم (ASYCUDA)، د مالیاتو د مدیریت سیسټم (SIGTAS) او د افغانستان بانک له سیسټمونو (DAB) سره د نښلېدو وړتیا لري، چي د امارتي ادارو ترمنځ به د لا ښې همغږۍ سبب وګرځي.
دغه سیسټم د دوو کلونو په اوږدو کي بشپړ او ازمایښتني ارزونه ورباندي ترسره سوه، چي له ډاډ ترلاسه کولو وروسته په (۱۴) کلیدي وزارتونو او (۸) ولایتي مستوفیتونو کي وازمایل سو او ښې پایلي ئې درلودې، چي د دې سیسټم لېږدوونکو او پلي کوونکو ته د خزاینو لوی ریاست له لوري تخنیکي روزنه هم ورکړل سوه.
د یادوني وړده، چي دغه سیسټم به د مالي مدیریت اسانه کولو، لګښتونو کمولو، روڼتیا تضمینولو او ځوابوینه کي مهم رول ولوبوي او د عامه مالي سکټور په برخه کي به اغېزمن تمام سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS