د نیمروز په ګمرک کي د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرونو تمځای جوړ سو!

org_admin
Wed, Jan 15 2025 3:49 PM
......

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د څه باندي (۳۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د نیمروز ولایت په ګمرک کي د موټرونو له پاره تمځای جوړ او ګټي اخیستني ته وسپاره.
دغه تمځای په (۴،۵) جریبه ځمکه کي جوړ سوی او پر یوه مهال د (۱۳۰) لویو باروړونکو موټرونو د درېدو ظرفیت لري. د موټرونو په دې تمځای کي په اساسي ډول کانګرېټ اچونه سوې او د ټولو لازمو اسانتیاوو درلودونکی دئ، چي ورسره به موټر چلوونکو، سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته په بېلابېلو برخو کي ګڼي اسانتیاوي برابري سي.
د دغي پروژې مالي لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکړل سوی او چاري ئې هم د یوه افغاني شرکت له لوري په (۹) میاشتو کي بشپړي سوې. همدارنګه د (۵) سوه زره افغانیو په ارزښت د نیمروز ولایت ګمرک د هنګرونو د بیارغولو پروژه هم بشپړه او ګټي اخیستني ته وسپارل سوه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS