تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

org_admin
Sat, Jan 18 2025 1:36 PM
...........

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، هرات، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.
په نیول سويو توکو کي (۱۷۲۷۲) کیلو ګرامه خوراکي مالګه، (۱۰۹۴۶) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۲۰۰۱۳) کیلو ګرامه کینو، (۴۲۸۰) کیلو ګرامه درمل، (۶۱۲۳) کیلو ګرامه ګوړه، (۴۸۹۶) کیلو ګرامه پاکټي کوچ، (۳۰۹۸) کیلو ګرامه شیريني باب، (۱۲۴۹) کیلو ګرامه رُب، (۳۹۲) کیلو ګرامه مکروني، (۹۸۴) کیلو ګرامه خام نخود، (۲۴۰) کیلو ګرامه یوناني بوټي، (۲۷۵) کیلو ګرامه شامپو، (۱۷۵) ګیلو ګرامه نوشابه باب، (۱۷۰) کیلو ګرامه د کبانو غوښه، (۶۱۵) کیلو ګرامه غوړي، (۷۸) کیلو ګرامه رخت باب، (۵۶) کیلو ګرامه طبي وسایل او (۱۰) عرادې موټر سایکلونه شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS