د ګمرکونو او عوایدو معین د هرات له والي سره وکتل!

org_admin
Sat, Feb 08 2025 9:41 AM
..............


د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، نن په خپل کاري دفتر کي د هرات ولایت له والي شیخ مولانا اسلام جار صاحب سره وکتل.
په دې کتنه کي دواړو لوریو د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم له مخي د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د خصوصي سيکټور او د اسلامي امارت د مشارکت پر بنسټ، د وارداتي او صادراتي توکو د تخلیې او بارګیرۍ او اقتصادي فعالیتونو ته د ځانګړي ځای په چمتو کولو، په خپل وخت سره د سوداګرو ستونزو ته پر رسېدو او دوی ته د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو او د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبري وکړې.
د یادوني وړ ده، چي له دې وړاندي هم د ګمرکونو او عوایدو معین په خپلو ولایتي سفرونو کي سوداګرو ته د اسانتیاوو د رامنځته کېدو او د دوی ستونزو د حل په موخه د بېلابېلو ولایتونو له مسؤلینو سلا مشورې کړي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS