تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته کچه قاچاقي توکي نیول سوي!

org_admin
Mon, Feb 17 2025 10:20 AM
..........


د سلواغې ۲۰مه ۱۴۰۳ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۲۲۳۲۴) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۱۴۰۱۳) کیلو ګرامه ګوړه، (۱۴۲۵) کیلو ګرامه خام نخود، (۱۱۰۰۰) کیلو ګرامه کینو، (۱۴۲۸) کیلو ګرامه مکروني، (۲۳۸۵) خالي بوجۍ، (۱۲۰۰) کیلو ګرامه رُب، (۲۱۷۸) کیلو ګرامه بېلابېل ډول پلاستیک، (۶۱۰) کیلو ګرامه درمل، (۳۷۵) کیلو ګرامه د دیګ مساله، (۵۵۳) کیلو ګرامه ځکمني توت، (۳۰۰) کیلو ګرامه ګوګړ/اورلګید او (۱۸۰) کیلو ګرامه ملایي شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارني کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS