د غزني ولایت په مستوفیت کي د بې اسناده موټر سایکلونو د ثبت او محصول پروسه پیل سوه!

org_admin
Thu, Feb 20 2025 1:42 PM
.................

د بې اسناده موټر سایکلونو د ثبت او محصول په برخه کي د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معینیت مقام پرېکړه کړې ده، چي په هغو ولایتونو کي د موټرسایکلونو د ثبت او محصول بهیر پیل کړي، چي ګمرک ونه لري. په دې لړ کي دغه بهیر د غزني ولایت په مستوفیت کي پیل سو. دغه پروسه په هغو ولایتونو کي لا پخوا پیل سوې وه، چي ګمرکونه لري او اوس مهال هم په پوره چټکتیا سره روانه ده. له دې سره د غزني ولایت اوسېدونکي کولای سي دغه مستوفیت ته مراجعه وکړي او خپلو وسایطو ته قانوني سندونه جوړ کړي.
د مالیې وزارت په دغه ولایت کي د موټر سایکلونو له مالکینو څخه غوښتنه کوي، چي له دې فرصت څخه ګټه واخلي او خپلو موټر سایکلونو ته قانوني سندونه جوړ کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS