پلټونکو ته د اساساتو او پلټني د مهارتونو په تړاو رونیز پروگرام ترسره سو!

org_admin
Sat, Feb 22 2025 11:14 AM
............


د کب ۴مه ۱۴۰۳ هـ.ل
 
د کورنۍ پلټني لوی ریاست د پلټونکو او د دې ریاست د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړوني په موخه د اساساتو او د پلټني مهارتونه  تر سرلیک لاندي روزنیز پروګرام ترسره کړ.
په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي چي د مالیې وزارت په خیبرهال کي ترسره سوه د مالیې وزارت د شتمنیو د پلټني او د بودیجوي واحدونو د ظرفیت لوړوني رئیس قاضي شېر زمان بلوچ، د پلټني د سیسټمونو او درغلیو د کشف رئیس مولوي فضل الرحمن عابد، د بودیجوي واحدونو د ظرفیت لوړوني آمر مولوي ضیاءالرحمن یعقوبي او د کورنۍ پلټني ریاست پلټونکو او کارکوونکو ګډون کړی وو.
د غونډي په پرانیستي وینا کي د شتمنیو د پلټني او د بودیجوي واحدونو د ظرفیت لوړوني رئیس وویل، چي پلټنه یوه سیستماتیکه موخه او خپلواک فعالیت دئ، چي د رونټیا په زیاتېدو کي مرسته کوي. د چارو د ښه پرمختک له پاره لومړی باید خپل ځان پوه او وروسته نورو ته مشورې ورکړو، چي دا روزنیز پرګرام دا فرصت رامنځته کوي؛ ترڅو خپل مسلکي ظرفیت لوړ او په چارو کي د رونټیا رامنځته کولو په موخه نورو ته مشورې ورکړو.
نوموړي، له کارکونکو څخه وغوښتل، چي په دې روزنیز پرګرام کي فعاله ونډه واخلي او خپلې ستونزي حل کړي.
د یادولو ده، چي دغه روزنیز پروګرام به یوه میاشت دوام وکړي، چي د پلټني اساسات، د پلټني راپور لیکنه، د ګمرکونو پلټنه، د عوایدو پلټنه، د بودیجې پلټنه، د خزاینو پلټنه، د پلټني معلوماتي سیسټمونه او د خاصو موضوعاتو پلټنه به کارونکو ته په کي تشرېح سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS