د مالیې وزارت مقام د شکایتونو اورېدو خپلواک آمریت ۱۸ شکایتونو ته رسېدنه کړې!

org_admin
Sun, Feb 23 2025 9:01 AM
.............


د کب ۴مه ۱۴۰۳هـ.ل

د مالیې وزارت د شکایتونو د اورېدو خپلواک آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدني مسئولیت په غاړه لري او ترلاسه سوي شکایتونه په مستقیم ډول د وزارت له مقام سره شریکوي.
دغه آمریت د روان (۱۴۰۳) کال سلواغې میاشتي له پیل څخه د دغي میاشتي تر پایه پوري په ټوله کي (۲۲) شکایتونه ترلاسه او اورېدلي دي، چي له دې ډلي څخه (۱۸) شکایتونو ته رسېدنه سوې او (۴) شکایتونو د کافي معلوماتو او شکایت کوونکو له لوري د اثباتیه اسنادو د نشتون له امله د دغي ادارې لخوا بې بنسټه بلل سوي دي.
له دې ډلي (۹) شکایتونه د وټساپ له لاري، (۴) د ټیلیفوني اړیکو له لاري او (۹) شکایتونه په حضوري بڼه له دې ادارې سره شریک سوي دي، چي یاد شکایتونه د املاکو، تدارکاتو، مالي او منفکۍ په برخو کي ول، چي د دغه آمریت له لوري پر وخت رسېدنه ورته سوې ده.
د یادوني وړ ده، چي ټول هیوادوال کولای سي، چي د مالیې وزارت د بېلابېلو څانګو په ځانګړي توګه د عوایدي سرچینو او د ګومارني په برخه کي د اصلاحاتو په تړاو خپل شکایتونه، وړاندیزونه او نظریات د برېښنالیک، واټساپ، ټلیفوني اړیکي، په حضوري بڼه او د شکایتونو د صندوق له لاري له دغي ادارې سره شریک کړي، چي د شکایتونو د اورېدو آمریت به له طبقه بندۍ وروسته هر ثبت سوي شکایت ته په شفاف او ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.
شماره های تماس: ۰۲۰۲۹۲۴۲۳۳/ ۰۲۰۲۹۲۴۱۹۰
واتس آپ: ۰۷۴۵۷۶۵۷۵۶
ایمیل آدرس:  Officialcomplaints@mof.gov.af

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS