د نیمروز په ګمرک کي څه باندي شپږ څلوېښت ټنه تاریخ تېر توکي وسوځول سول!

org_admin
Wed, Feb 26 2025 12:23 PM
.............


چهارشنبه د کب ۸مه ۱۴۰۳ هـ.ل
د مالیې وزارت د نیمروز ګمرک ریاست له ولایتي ادارو سره په همغږۍ (۲۹۲۷۰) کیلو ګرامه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي او (۱۷۲۳۰) کیلو ګرامه تاریخ تېر درمل، چي د یاد ګمرک په هنګرونو کي ئې شتون درلود؛ د اړوندو ادارو د صلاحیت لرونکي پلاوي په شتون کي وسوځول.
دغه تاریخ تېر قاچاقي توکي، چي د هیواد په بېلابېلو سیمو کي نیول سوي وو، د نیمروز ولایت په ګمرک کي له راټولولو وروسته، له اړوندو ادارو سره په همغږۍ وسوځول سول.
هېره دي نه وي، چي د مالیې وزارت تل هڅه کوي، څو هیواد ته د تاریخ تېر او بې کیفیته توکو له را واردولو څخه مخنیوی وکړي او د له منځه وړلو په برخه کي ئې هم اړین اقدامات ترسره کوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS