د کابینې په ناسته کې د ۱۳۹۷ – ۱۴۰۱ کلونو لپاره د ګمرکونو ستراتېژيک پلان تائید شو
د کابینې ناستې د ۱۳۹۷ – ۱۴۰۱ کلونو لپاره د ګمرکونو ستراتېژيک پلان د وري میاشتې په ۲۰ مه نېټه تائید کړ.
ستراتېژيک پلان، د ګمرکونو عمومي ریاست په یوه پرمختللي او اغېزمنه ګمرکي اداره بدلوي، چې د اغېزمنو او ګټورو سوداګریزو اسانتیاوو له وړتیا، د هیواد د بندرونو امنیت ښه کېدو او د غوره عوایدو را ټولېدو څخه برخمنه وي.
یاد پلان له نړیوال بانک او ګمرکونو نړیوال سازمان سره په همغږۍ چمتو شوی، د ګڼو ستونزو د له منځه وړلو لپاره ځانګړی چوکاټ او بنسټ جوړوي، چې له فساد سره مبارزه او لا روڼتیا به تامین کړي.
د ګمرکونو لوی ریاست د ستراتیژیک پلان لینک
https://mof.gov.af/sites/
