د خوست د محصولي ګمرک لیلیه ګټي اخیستني ته وسپارل سوه!

org_admin
Sat, Mar 01 2025 10:57 AM
.............


پنجنشنبه د کب مه ۱۴۰۳هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د (۱۵.۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د خوست په محصولي ګمرک کي د کارکوونکو له پاره لیلیه جوړه او ګټي اخیستني ته وسپارل سوه.
دغه لیلیه په معیاري ډول په دوه پوړونو کي جوړه سوې ده، چي د (۲۰) خونو (۱۲) عصري حمامونو، (۱۲) تشنابونو، یوه پخلنځای او نورو اړینو امکاناتو درلودونکي ده، چي له ګټي اخیستني سره به ئې د یاد ګمرک کارکوونکو ته ګڼي اسانتیاوي برابري سي.
د یادي پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول سوی او چاري ئې په (۱۵) میاشتو کي د یوه افغاني شرکت له لوري بشپړي سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست تېره ورځ د فراه ولایت د ابو نصر فراهي ګمرک لیلیه هم له جوړولو وروسته ګټي اخیستني ته وسپارله.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS