په تېرو دوه اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

org_admin
Mon, Mar 03 2025 2:04 PM
...........


د کب ۱۳مه ۱۴۰۳هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوه اوونیو کي د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۱۰۷۷۸) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۱۱۵۶۶) کیلو ګرامه انساني، حیواني او زراعتي درمل، (۳۹۲۲) کیلو ګرامه شامپو، (۳۳۰۰) کیلو ګرامه ګوړه، (۱۵۹۲۰) کیلو ګرامه کینو، (۶۷۸۰) کیلو ګرامه کاکو، (۲۸۲۵) کیلو ګرامه لوبیا، (۳۸۷۰) کیلو ګرامه رُب، (۱۸۲۷) کیلو ګرامه بسکیټ، (۲۴۳۰) کیلو ګرامه پاکټي کوچ، (۱۱۲۵) کیلو ګرامه د مخ کریم، (۱۰۶۰) کیلو ګرامه اچار، (۱۰۵۰) کیلو ګرامه مالګه، (۱۳۰۰) کیلو ګرامه تار، (۲۷۰۰) کیلو ګرامه د ماشومانو پمپر، (۲۸۵) کیلو ګرامه ملایي، (۳۵۰) کیلو ګرامه مکروني، (۱۲۰) کیلو ګرامه وچې شیدې، (۴۴۸) کیلو ګرامه چسپ او (۱۱۰) کیلو ګرامه دال شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارني کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS