د مالیې وزارت سرپرست د سویلي اسیا لپاره د نړیوال بانک له مرستیال سره د مالي ځان بسیاینې ستراتېژۍ په اړه خبرې وکړې
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق ۲۰۱۹ کال پسرلنۍ ناستو کې د ګډون په مهال د څنډو ناستو په دوام د وري میاشتې په ۲۳ مه نېټه د سویلي اسیا لپاره د نړیوال بانک له مرستیال ښاغلي هارټ ویګ شیفر، سره وکتل او له هغه سره یې له افغانستان سره د نړیوال بانک په مرستو او همدا شان د ۸.۷ میلیارده امریکايي ډالرو په ارزښت د مالي پانګونې بستې په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د مالیې وزارت سرپرست له هغوی څخه غوښتنه وکړه، څو د پانګونې جلب، له نړیوالو معیارونو سره سم د مالي او تدارکاتي قوانینو اصلاح په برخو کې همکاري وکړي.
د بانک لوري هم ژمنه وکړه، چې د افغانستان مالي پانګونې بستې له مطالعې وروسته به په یادو برخو کې له دې هیواد سره همکاري وکړي او په راتلونکي کې به په دې تړاو تخنیکي بحثونه وشي.
